
بلوچستان: تربت سيمه کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان په تربت سيمه کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو «ای ايس پي ار» له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د تربت په وکايي سيمه کې د وسله والو مخالفينو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې شپږ پوځيان وژل شوي دي.
د پوځ له مرکزي قومندانۍ خپره شوې خبر پاڼه وايي، پوځيانو د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات کول، چې د چاودنې ښکار شول او دغه مهال د پوځيانو او مخالفينو ترمنځ ډزې هم شوي دي، چې د خبر پاڼې په وينا څلور وسله وال کسان په کې وژل شوي دي.
د پاکستان د نورو سيمو په پرتله بلوچستان ایالت لا هم نا امنه دی او د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو سربېره په کې يو شمېر وسله والې ډلې د حکومت پر ضد فعاليتونه کوي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.