د سولې خبري: د امریکايي کارپوهانونو نظرونه او پاکستان

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان اوولس کلنې جګړې د امریکايي چارواکو، په ځانګړې توګه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زړه ورتنګ کړی او غواړي، چې ژر تر ژره دغې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

ډېری امریکايي رسنۍ او څېړنيز مرکزونه د افغانستان جګړې په لارو چارو بحثونه کوي، خو دغه کارپوهان لا هم په دې نه دي توانېدلي، چې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ ادارې ته روښانه او ټولمنلې تګلاره ورکړي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره چټکې هلې ځلې پيل کړي، په دې اړه يې دوه ځله له طالبانو سر هم ليدلي او تمه ده، چې د خپل درېيم سفر پر مهال هم په قطر کې د طالبانو  له استازو سره وګوري.

که څه هم د دغو ناستو ډېر جزيات رسنيو ته نه دي راوتلي، خو امریکايي کارپوهان د ټرمپ ادارې ته مشوره ورکوي، چې د سولې په خبرو کې له زغم او حوصلې کار واخلي او داسې بېړنۍ پرېکړه ونه کړي، چې  د امریکا امنيت او ثبات ته ورسره زیان ورسيږي.

په واشنګټن کې د اټلانټيک شورا څېړنيز مرکز وايي، چې د سولې خبرې بايد اوږدمهالې وي او د افغانستان لپاره بايد د سولې او ثبات رښتینی زیری ولري.

د اټلانټيک شورا په څېړنيز راپور کې راغلي، که امريکا ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي، شونې ده، چې په افغانستان کې د امریکا او متحدينو اوولس کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي، افغان حکومت نسکور او طالبان واکمن شي.

د پخوانيو ولسمشرانو جورج ډبیلو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د سپينې ماڼۍ سلاکار او د سياسي چارو کارپوه سټفين بيدل وايي، چې د افغانستان کړکېچ پای ته رسولو پراخې حوصلې ته اړتيا لري.

هغه پر سپينې ماڼۍ غږ کړی، که د افغانستان بحران په اړه يې له چټکۍ کار واخيست، له بدو پایلو سره به مخ شي.

په افغانستان کې د امريکا پخواني جنګېدلي جنرالان هم د روان بحران په پای ته رسولو نه پوهيږي

د امریکا «ټيک اينډ پرپس» ويب پاڼې ليکلي، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له پخواني قومندان جنرال میک کرسټال څخه د روانې جگړې د پای ته رسولو په اړه مشوره غوښتې، خو هغه څرگند او غوڅ ځواب نه دی ورکړی.

جنرال مک کرسټل د مايک پومپيو په ځواب کې ويلي: «زه هم نه پوهېږم، چې موږ بايد څه وکړو، د دې خبرې ځواب زه هم نه لرم، که موږ خپل پوځيان له افغانستانه راوباسو او د القاعدې په څېرې نړيوال ترهگر يو ځل بيا  هلته خپل مرکزونه جوړ کړي، دا به د امریکا لپاره خطرناکې پایلې ولري او که هلته د تل لپاره په جگړه کې ښکېل يو، دا هم د امریکا د توان خبره نه ده.»

جنرال کرسټل زياتوي: «رښتيا خبره دا ده، چې زه هم نه پوهېږم، چې څه وکړو؟»

د افغانستان د  چارو بل امريکايي کارپوه بارنيټ روبين بيا وايي، چې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو يوازینۍ لاره له طالبانو سره رښيتنې خبرې دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» پخواني مشر جنرال ډيويډ پټريوس بيا ويلي، چې امريکايي ولس ته بايد قناعت ورکړل شي، چې د دوی پوځيان په افغانستان کې څه لپاره جګړه کوي او که راوځي، نو په کومه طريقه به راوځي.

جنرال پټريوس زياتوي، چې د افغانستان په اړه بايد هر څه د يوې منظمې تګلارې له مخې ترسره شي، خو دغه تګلاره به څنګه وي؟ له جنرال پټريوس سره يې هم ځواب نه شته.

د پاکستان رول

که څه هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني او نور چارواکي له تېرو څو کلونو راهيسې ادعا کوي، چې پاکستان يې  په سيمه او نړۍ  کې منزوي کړی، د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې امریکا د افغانستان جګړه بایللې او د روان بحران د پای ته رسولو په اړه له پاکستان څخه مرسته غواړي.

عمران خان تېره ورځ پېښور کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې امریکا د تورونو او په جګړه کې د نورې مرستې پر ځای له پاکستان څخه د سولې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي او په وينا يې امریکا د پاکستان مرستې ته اړ ده.

امريکايي ليکوال او کارپوه سټيف کول هم وايي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان مرسته اړينه ده.

ښاغلی کول وايي، چې د افغانستان په اړه باید د پاکستان غوښتنې په نظر کې ونيول شي، خو ځينې غوښتنې يې د منلو  وړ نه دي، چې هغه په افغانستان کې د هند رول صفر کول دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی به هڅه وکړي طالبان د سولې خبرو ته قایل کړي، خو په عين حال  کې يې دا هم ويلي، چې دوی پر طالبانو دومره اغېز هم نه لري، چې د سولې خبرو ته د حاضرولو لپاره پرې فشارونه وارد کړي.

طالبان هم وخت پر وخت د رسمي اعلاميو له مخې نړيوالو او امریکا ته وايي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ لاره د بهرنيو پوځيانو وتل دي او ژمنه يې کړې، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته به له افغان لوري سره د سولې خبرې وکړي او دا ژمنه يې هم کړې،چې د دوی له لوري به د امریکا په ګډون د سيمې هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان، سیمی او نړی د رواهو او تبرو حالاتو له مخی ارزونه: لمړی: تر ټولو مهمه خبره د جنګ شروع ده. چه د سپټمپر د فاجعی په رامنځته کولو او غج اخستنی شروع شو په عراق برید د امریکا د هغه ۴۷ ودانی ته ورته دی چه د دوه لویو ټاوروو له ویری هغه هم په عین ډول راپریوت ، په عراق برید او اشغال هماغه ۴۷ پوړیزی ودانی رالویدو ته ورته دی. بی له دی چه سمی او ژوری پلټنی وشی سمدلاسی اعلان شوه چه د القاعدی ګروپ چه مشر یی په افغانستان کی پناه اخستی ترسره کړی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

طالبان چغې وهي چې مونږ مذاکرتو ته تیار یو او ښکاره ادرس لرو،، البته هر هغه مذاکرات چې د یرغلګرو وتلو ته لاره هواروي،،، خلیلزاد په همدې ادرس کې ورسره ولیدل،، دا ځل چې په دریم سفر ستړی دی له پاکستان سره یې په دې خبرې وکړې چې څنګه کولای شي طالبان مذاکراتو ته تیار کړي،، مګر خلیلزاد حافظه له لاسه ورکړې او هېر یې دي چې تېر ځل یې له طالبانو سره ولیدل،،، کنه لاندې احتمالات شتون لري: 1- امریکایان او طالبان په پاکستان ملنډې وهي 2- پاکستان په امریکا او طالبانو ملنډې وهي 3- د مداکراتو لپاره د… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

امریکاپدی ښه پوهیږی چه نه پر۱۱سپتمبرافغانانومداخله کړی ده اونه آینده دمداخلی نیت اوتوان لری په چنواوفریبودصولی اوظلم په طریقه غواړی په افغانستان کی خپلی هډی وساتی کوښښ کوی چه دطالبانوموجوده منظم جدوجهد خراب کی اوبیاچه تنظیم پیداکوی محال دۍ – دامریکادپاره دافغانستاهډی یوه لویه لاسته راوړنه ده چه دروس،پاکستان اوچین اټومی قدرتوپه منځ کی دمخبرۍ بهترین موقعیت دۍ دکفاروپه وعدوبه جاهلان باورکوی ددوی هرعمل پرفریب اوخطایستوولاړ دی لکه انګریزانوچه دغازی امان الله خان سره وکۍ.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سوله ،روغه، جوړه، د طالیب او دولت له سویه څخه ډیره اوچته خبره ده.طالیب او دولت د جنګ کولو هر ډول صلاحیت لری.د د سوله،روغه صلاحیت بیا د امریکا او پاکستان په لاس کی دی،چه پاکستان او امریکا وغواړی همدا ڼن به سوله منځ ته راځی. د پاکستان هدف .پښتونستان ، د کابل او کنړ سیندونه. د امریکا هدف. دایمی ا ډی او د ځان د امنیت ډاډه کیدل کله چه امریکا او پاکستان دا هدفونه تر لاسه کړی،په هماغه ورځ سوله راځی،نو دا جنګ کومه دینی جنبه نه لری، عام ولس ته زما خواست دی ،چه خپل پردی له… نور لوستل »