صلاح الدین رباني او شاه محمود قریشي

شاه محمود قريشي کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څو شيبې وړاندې د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد.

شاه محمود قريشي به په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي.

په دې درې اړخيزه غونډه کې به په افغانستان کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د سيمې د هيوادنو همکاري او همدا راز به د سيمې د امنيتي وضعيت او هر اړخيزو موضوعاتو په اړه خبرې کيږي.

په دې درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني کوي، د چين د پلاوي مشري به د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ژي او د پاکستان د پلاوي مشري به ددې هيواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمودو قريشي کوي او دا پلاوی به د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره هم ګوري.

شاه محمود قريشي تر دې وړاندې تيره اوونۍ ويلي وو چې افغانستان ته به سفر کوي او د چين له لوري د مذاکراتو په اړه د درې اړخیزې غونډې هرکلی يې کړی و.

د افغانستان په اړه دا درې اړخيزې غونډې د چين په نوښت پيل شوي دي چې تر دې وړاندې يې لومړۍ غونډه تير کال د چين په بيجنګ کې جوړه کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د