
عمران خان د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو خبرو کرېډیټ واخیست
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي راتلونکو دوو ورځو کې به د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې وشي.
هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ويې ویل چې «اوولسمه نېټه به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې وشي او دا چي د خبرو زمینه پاکستان ورته برابره کړې.»
هغه د وينا پر مهال وويل، چې امریکا د تورونو او په جګړه کې د نورې مرستې پر ځای له پاکستان څخه د سولې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي او په وينا يې امریکا د پاکستان مرستې ته اړ ده.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دوی به هڅه وکړي طالبان د سولې خبرو ته قایل کړي، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې دوی پر طالبانو دومره اغېز هم نه لري، چې د سولې خبرو ته د حاضرولو لپاره پرې فشارونه وارد کړي.
طالبانو هم وخت پر وخت د رسمي اعلاميو له مخې نړيوالو او امریکا ته ويلي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ لار د بهرنيو پوځيانو وتل دي او ژمنه يې کړې، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته به له افغان لوري سره د سولې خبرې وکړي.
طالبانو دا هم ويلي، چې د دوی له لوري به د امریکا په ګډون د سيمې هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کيږي.
زماپه نظرنورنوخدای ورعالم دۍ:په نړۍ کی دوه قدرت والامسلمانان ۱.طیب اردوان.۲:عمران خان دی چه پوه زړور اوباعزمه ماته معلومیږی اوبل پاکستان نه غواړی چه امریکایی هډه دی په افغانستان کی وی.