فاریاب؛ چارواکو ومنله چې سرحوض سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکو ومنله چې پښتون کوټ ولسوالۍ کې يې پراخه ساحه له ګوتو وتې او طالبان پر حاکم شوي دي.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالب سرتېرو له لوري محاصره وه.

هغه خوښي څرګندوي، چې اربکیان، کمانډو عسکر او پولیس يې سلامت د فاریاب مرکز ته رسولي دي.

طالبانو تېره ورځ وویل چې سرحوض سیمه کې يې لس قرارګاوې او ۱۵ پوستې نیولې دي.

دوی منلې چې دا سیمه يې له څو میاشتو راهیسې محاصره کړې وه او تېره ورځ د چورلکو په مټ ۲۰۰ عسکر له سیمې وتښتېدل.

«دښمن د تېښتي په مهال خپل یوټانګ، دوه رینجر او یو هایلکس موټرسوځولي خو ګڼ شمېر مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.»

په ورته وخت کې د فاریاب په څنګ بلخ ولایت کې هم د طالبانو نفوذي ملګري د دولت اباد ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان وژلی دی.

طالبان وايي قومندان اختر د دې ولسوالۍ په شنګل اباد سیمه کې له دریو عسکرو سره د نفوذي بریدګرو له لوري ووژل شو.

سرچینه زیاتوي د دې قومندان د ځور او ظلم له امله شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ د سیمې پرېښودو ته اړ شوې وې.

د بلخ چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د