
طالبان: دوو میاشتو کې ۵۸ بهرنیان وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د خپل نظامي کمیسیون د تېرو دوو میاشتو د فعالیت په راپور کې لیکلي، چې ۵۸ بهرنیان يې وژلي او ۴۵ نور ټپیان دي.
دې راپور کې د نوومبر او اکتوبر میاشتو معلومات خپاره شوي، چې پکې ۴۰۹۷ دولتي عسکر وژل شوي او ۲۳۳۴ نور ټپیان دي.
طالبان وايي تېرو دوو میاشتو کې يې اته چورلکې او بې پیلوټه الوتکې را نسکورې کړې او ۶۵۲ نقلیه وسایط يې تخریب کړي دي.
راپور کې دا هم راغلي چې تېرو دوو میاشتو کې پنځه سرتېري بریدونه شوي دي، چې د تلفاتو یادونه يې پورته په مجموعي ډول شوې ده.
دولتي سرچینو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د طالبانو په دې راپور کې کابل کې د تېرې اوونۍ هغه موټر بم برید چې د صفر یو قطعې عسکر پکې په نښه شول نه دی یاد شوی.
همدرانګه د روانې میاشتې په لومړیو کې کابل کې د بریتانویانو پر یو روزنیز مرکز برید هم نه دی راغلی، چې سرتېرو بریدګرو پکې نږدې لس ساعته جګړه وکړه.
دا په داسې حال کې دی چې د دولتي عکسرو په پراخې مرګژوبلې د افغان چارواکو تر څنګ، د امریکا سفیر او د ناټو عمومي منشي پرلپسې خواشيني ښکاره کړې ده.
په ورته وخت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي تېره ورځ يې یو عسکر وژل شوی دی، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې ۱۳ امریکايي عسکر وژل شوي دي.