د خوب دا طريقه مو د ذهن د پياوړتيا او ارامۍ سبب ګرځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): که چېرې مو د شپې خوب نه پوره کيږي او د مختلفو ذهني ناروغيو انديښنه مو ورځ تر بلې زياتيږي نو فکر مه کوئ، يواځې د قيلولې عادت خپل کړئ، له ډېرو رنځونو نه به خوندي شئ.

د استرليا په جنوب کې دايډيليډ په نامه يو پوهنتون په تازه څېړنه کې راغلي دي چې د غرمې پر وخت خوب هم تاسو ته د شپې د خوب په اندازه ګټه رسوي.

د غرمې خوب چې قيلوله هم ورته ويل کيږي او د رسول الله (ص) له سنتو څخه دی د انسان د روغتيا له پاره ډیر ګټور دی.

ددې پوهنتون په يوې تازه څېړنه کې ويل شوي دي چې قيلوله يا غرمه مهال خوب د انسان د ذاتي وړتياوو د پياوړي کولو ترڅنګ انسان ته ذهني ارامي او خوښي هم وربښي.

په څېړنه کې راغلي چې انسانان د خوب په اړه عموماً دوه یو شان عادتونه لري، چې يو يې د شپې خوب دی او دوهم يې د ورځې غرمه مهال چې دا عادتونه د ساينس او روغتيا له مخې هم ثابت شوي دی.

په څېړنه کې ويل شوي دي چې د غرمې يوه اندازه خوب د شپې د بې خوبۍ او د نا ارامۍ مشکل له منځه وړي او د شاوخوا ۱۵- ۲۰ دقيقو خوب هم انسان ته په ذهنی توګه ارامي او سکون وربښي.

څيړونکي وايي چې له اووه څخه تر نهو ساعتونو پورې خوب که په دوو پړاوونو (د شپې او غرمه مهال) کې وشي د انسان په روغتيا او وضعيت ښه اغيز کوي.

څېړونکو په دې راپور کې ويلي دي چې د بالغو انسانانو له پاره په منځنۍ توګه له ۷ څخه تر نهو ساعتونو پورې خوب ته اړتيا ده چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې يې بايد په دوو بيلابيلو وختونو کې وکړي چې تر ټولو ښه وختونه يې د غرمې او شپې وختونه دي او د غرمې خوب د شپې په خوب کې د پيښ شويو مشکلاتو د له منځه وړلو او د شپې د خوب د کچې د پوره کولو له پاره يو ښه فرصت دی، همدا راز بې خوبي او کم خوبي د انسان د روغتيا له پاره زيانمنونکي بلل شوي.

په دې څيړنيز راپور کې ويل شوي دي چې د غرمې پرمهال د انسان په بدن کې د سستۍ احساس دا معنا لري چې انسان خوب او ارام ته اړتيا لري، همدا راز د غرمې خوب د سهار پر مهال په وخت راپورته کېدو کې هم مهم رول لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د