د طالبانو له لوري د هوايي کېمرو خپاره شوي تصویرونه

امريکايي چارواکی: طالبان زموږ مرکزونه د کمرو له لارې څاري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاسک اینډ پرپوز رسنۍ د یو امریکايي چارواکي په حواله وايي چې په افغانستان کې د دوی پوځي مرکزونه د طالبانو له لوري په دوامدار ډول څارل کېږي.

سرچینې د ټام لاکهرټ په نوم د یو لابراتوارا کارکوونکي له خولې لیکلي، چې طالبانو د بې پیلوټه الوتکې پر مټ د کمرو په وسیله پوځي مرکزونه څلورویشت ساعته تر څار لاندې نیولي دي.

لاکهرټ خپله کیسه کوي چې دی په یوه پوځي اډه کې و او پوهېد چې طالبان يې څاري، خو د اډې نوم يې نه دی په ډاګه کړی.

دا لومړی ځل دی چې امریکایان د طالبانو پر هوايي څار اعتراف کوي.

طالبانو د لومړي ځل لپاره بې پیلوټه الوتکه د عکاسۍ لپاره هغه وخت ړکاروله، چې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې يې یو سرتېری برید پرې ثبت کړ.

طالبانو تر اوسه د پوځي اډو د څار په اړه څه نه دي ويلي، خو ډېری وخت په پوځي مرکزونو کې د ننه هم د بهرنیانو مراسم تر توغندیز برید لاندې راغلي دي چې د څار شکونه په یقین بدلوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ولسي
میلمه
ولسي

دې ډرون کمرې عجيبه خوند راکړ په ياد مي دي چي دې کمرې يو اتل مجاهد ښووی، ښووی، څو چي د خپل موټر سره يوه پوځي مرکز ته ننوت او څلور په څلور کي يې سرې لمبې پورته سوې. دغسي کوچنۍ ډرون د دغو ظالمانو د په نښه کولو لپاره هم پيدا کړئ، خير دی له روسانو څخه يې واخلئ او که يې نه درکوي الله عز اسمه ته مو خواست دي چي له هري خوا وي در يې کړي. څو ستاسو په اتلوليو او د ډرون په مرميو دا ظالمان دغسي ووينو لکه مولوي اختر محمد منصور رحمه الله… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه هم مجاهدینو ته وایم دغه ډول د ډرون کمری ، سټینګری او داسی نوری مهمی دفاعی او تعرضی وسلی چه له هره اړخه وی باید ترلاسه شی . خو ستونزه داده چه کفار ملت واحد دی او په رشتونی واحد دی خو مسلمانان چه باید ملت واحد وی له بده مرغه نه دی کفارو ویشلی یو شمیر یی غلامان جوړ کړی او د نورو په مقابل کی یی کاروی آو ځینی چوپ ناست دی نوبت ته منتظر دی . ولسی صاحب وایی چه خیر دی له روسانو دی واخلی ، زه یی خبره تاییدوم مګر تر روسانو بی غیرته… نور لوستل »