د کونړ مرګ‌ژوبله او غبرګونونه؛ «هوايي دهلیزونه خلايي مخلوق ته جوړېږي!»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملګرتیا پراخه ملکي‌ مرګ‌ژوبله واړوله.

ځايي سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو کې چوګام کلی نږدې بشپړ ویجاړ شوی او ټول‌ټال ۶۵تنه ملکي ګړي وژل شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دعوه کوي چې ټول يې طالبان په نښه کړي دي، خو دې پراخې ملکي‌ مرګ‌ژوبلې خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را پارولي دي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په بې کسه کونړ ړندې بمبارۍ کې ۶۵ بیګناه افغانان شهیدان شوي! سر بداله قومندان به خبر وې کنه؟؟»

هغه چې اوسنی حالت د «غلام ابن غلام زمانه» بولي، لیکلي: «کونړ کې درې کلي بمبار کړل، شا وخوا سل مظلوم افغانان یې په ډرون وویشتل خو غني او خیاطان یې د هرات په ځوان بوخت دي، د بې شرمۍ تاریخ!»

د سیاسي چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن د دې وحشت په اړه د حکومتي چارواکو او بشري حقونو فعالان پټه خوله، توپیري چلند بللی او لیکلي يې دي: «وژل شوې ماشومان، میرمنې او سړي ټول پښتانه دي. بس دوی نو ترهکر دي، د ترهګرو ملاتړ کوونکي، د تر هګرو زامن دي. دوی ځکه ټول ترهګر دي، په خپله خاوره بهرني پوځیان نه پریږدي. ماتې خوړلی امریکایې پوځیان چې له افغان ولس څخه یې جګړه کې ماتې خوړلي، اوس د خپلې ماتې غچ له ماشومانو او میرمنو اخلي. تاسي د امریکایانو پلویان افغانان به د خدای ج په وړاندي کوم جواب ورکوئ.»

د سولې په هڅو کې بوخت ځوان شفیع اعظم پر دې ملکي مرګ‌ژوبله خاموشي او توجیه کول يې د حیرانۍ وړ بللي: «دا ځای دې نښه وي چې همدا سپین سترګې یونما او د همدې بمبارد عاملین به بخښنه وغواړي خو پټان مخکښ روشنفکر به لا هم په زوړ ګېر روان او د هلمند او کونړ قتل شوي ماشومان به قومندانان او پښتنې خوندې مندې به یې د دوی د خپلوۍ په تور د قتل وړ هدفونه بولي. دا زموږ روشنفکران؟! دې فکر وکړي چې دا رنګ دریځ یې معقول، انساني، افغاني او که قامي دی؟ زه جدي حیران یم چې دا خلک په څه ډول کورنۍ کې لوی شوي او دوی د پښتنې شیدې رودلي کنه؟ موږ له خپلې لمن اور اخیستی. پر موږ نه پاکستانی ملامت دی، نه پرونی شوروي او نه هم ننۍ امریکا!»

هغه هرات کې د محمد اشرف غني د څرګندونو او لاجورد لارې پر تبلیغاتو بوختو رسنیو ته په اشارې لیکلي: «انسانان خو یې ټول قتل عام کړل. لاجورد لار او هوایي دهليزونه خلایي مخلوقاتو ته جوړېږي؟»

خیر الله شینواری یو بل ټولنیز فعال دی، هغه پر ارګ، رسنیو، مدني ټولنو، سیاسیونو او بشري حقونو غږ کړی: «په کونړ کې فاجعه شوې! بسته کلي بمبار شوي، ځوانان، بوډاګان،ښځې ماشومان، حتی په حيواناتو لا رحم ندی شوی. ارګ؟ رسنۍ؟ مدني ټولنه؟ سياسيون؟؟ بشرحقوق؟؟ وجدان؟ ګريوان؟؟»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هلمند کې هم درې تنه ډاکټران په هوايي برید کې ووژل.

ارګ لا هم په دې اړه خوله نه ده چوله کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیلاب
میلمه
سیلاب

اخر دا څه وحشت دی که قیامت ورته وایو ناسمه ده د قیامت په ورځ خو الله ج قاضی او سل په سلو کی عدالت وی هلته خو وحشیانو او ظالمانو ته د هغوی د شان مناسبی دایمی سزاوی اوروی او نیکانو ته نیکی سزاوی او مکافات . دلته خو هر څه سرچپه دی دلته د ځنګل د شرمخانو او لویانو قیامت جوړ شوی ، دا خیر چه دوی څومره وحشت تر سره کوی حتی د دغه وحشت د اوریدلو دروازی هم بندی شوی په ښکاره یی ښکلی دریشی کړی صلیبی نیکتایی یی په غاړه او دننه شیطانان او دجالان… نور لوستل »