نظــر

د ماشومانو مورکۍ لیونۍ شوه – نظرمحمد مطمئن

ماښام شو، پنځه واړه ماشومانو ته یې د چايو پیالو کې ډوډۍ میده کړه، هغوی په کور کې بل څه نه درلودل، ماشومانو په ‏مینه ډوډۍ وخوړه، مورکۍ یې ورته وویل: سبا مو پلار اسعد اباد ته مزدوري پسي ځي، اونۍ وروسته چې راځي، هغه به له ‏ځان سره غوښه راوړي، او بیا به یې ټول په مزه وخورو.‏

ماشومان په خندا ویده شول، هغو ۵ کوچنیو ماشومانو نن خپلو منځو کې ډیر سره خندل، هغوی نن د آخرت کیسي کولې.‏

شپه شوه، تیاره شوه، مورکۍ په ځای کې نا ارامه وه، هغې به بیا خپل د ژوند ملګري ته مخ ور واړاوه، زړه مې شین دی، ‏خوب نه راځي، خدای مه کړه، په تاڅه ونه شي، پاتې شه، سبا اسعد اباد ته مه ځه، روزي به الله ج راکړي.‏

د ماشومانو له مخونو څخه نن سپینې وړانګي الوتلې، هغوی په خوب کې خنداوي کولي، مورکۍ یې نه پوهیده، د ماشومانو ‏ښکلو څیرو ته کتلو به یې غم کم کړ.‏

شپه پخه شوه، د کلي په یو سر کې درب شو، لمبه شوه، اور شو، د ماشومانو چغار شو، دا نا ارامه مورکۍ په منډه له کوټې ‏څخه ووتله، چې وګورئ په کلیوالو کومه ټکه را ولویده.‏

لوی درب شو، لمبې شوې، اورونه بل شوو، مورکۍ بې هوشه شوه، هغه نه پوهیده چې څه وشول، د هغې په کور د امریکایانو ‏الوتکې بم وغورځاوو.‏

نېمه شپه ده، چیغې دي، ژړاوي دي، غوغاوي دي، شور دی، ږغ دی.‏

خو هغه ۵ ګولالي ماشومان!‏

هغوی خپلې ټولې د ژوند خنداګاني کړي وي، هغوی خپل رب ته د ورتلو تیاریانې نیولي وي، هغوی بې روحه جسدونه یو د ‏بل تر څنګ پراته وو.‏

لږ وروسته چې له خاورو را وایستل شول، دوو یې لږ حرکت وکړ، کلیوال په منډه ولاړل چې موټر را ولي. ‏

شپه وه، یخ وه، د امریکا لخوا پر کلیوالو قیامت جوړ شوې وو، موټر نه چالانده کیدی، ټېله شوه، کلیوالو ویل چې هغه ‏ماشومان نن شپه روغتون ته رسوو.‏

د ماشومانو پلار هم ورسره وژل شوې وو، هغه ځکه ترهګر وو، چې سبا سهار د خپلو اولادونو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په ‏موخه اسعد اباد ښار ته د مزدورۍ لپاره تلی.‏

مورکۍ چې خپل درې ماشومان، د ګلانو په شان مړاوي ولېدل، د هغې سترګې غټېدي، غټېدي، او همداسي وازي پاتې ‏شوې، هغې نه ژړل، نه یې خبرې کولې، نه یې یوې او بلې خوا ته کتل، خوله یې وازه نیولې وه، کله پورته اسمان او کله خپلو ‏وژل شوو ماشومانو ته وګوري. ‏

هغه مورکۍ لیونۍ شوه، هغه مورکۍ لیونۍ شوه

سهار کلیوالو د ماشومانو لپاره یو ګډ قبر وکيندی، درې واړه یې څنګ پر څنګ کېښودل، خاورې یې ورباندي ور واړولي، ‏مورکۍ یې د قبر سر ته ناسته ده، هغه لیونۍ شوه.‏

ماشومانو په ژړغونې اواز ملایکو ته وویل: خدای ج ته زموږ شکایت ورسوئ، موږ ولي امریکایانو او خپلو ترونو او ماماګانو ‏‏(افغان ځواکونو) ووژلو، زموږ مور یې ولي لیونۍ کړه.‏

یو ماشوم ملایکې ته وویل: ورشه، زما له مورکۍ سره مرسته وکړه، یا موږ ور پورته کړه، چې هغه کور ته بوځو.‏

هغه بل ماشوم یې ږغ کړل، زموږ دوه نور ماشومان وروڼه پاتې دي، مورکۍ خو لیونۍ شوه، خدایه! د هغوی پالنه به څوک ‏کوي، اې ربه! هغوی تا ته سپارو.‏

کلیوالو میرمنو د ماشومانو مورکۍ کورته بوتله، یو زوړ موټرسایکل راغی، هغه ورسره کېنوله، ښارې روغتون ته یې یوړله.‏

په یوه چپرکټ کې دوه ګلالي ماشومان پراته دي، پر مخ یې وینې ټپ ټپ ولاړې دي، مخونه، لاسونه او بدنونه یې په خاورو ‏خړ پړ دي، د مورکۍ په لیدو هغوی له ځایه د پورته کېدو هڅه وکړه، سرونه یې بیرته کښته ولاړل.‏

مورکۍ! مورکۍ! نارې یې وهلي.‏

مورکۍ یې لیونې شوې وه، هغې هیڅ نه ویل.‏

ماشوم یې مور ته بیا ږغ کړ، مورکۍ! مورکۍ! زموږ نور وروڼه چیرته دي، هغوی کور کې وو، که روغتون کې.‏

مورکۍ یې لیونۍ وه، هیڅ یې ورته ونه ویل.‏

دواړو ماشومانو مورکۍ ته بیا ږغ کړل، اې مورکۍ! ته ولي له موږ سره خبرې نه کوئ، له موږ څخه خفه شوې یې.‏

هلته په روغتون کې ناستو میرمنو ټولو وژړل، هغوی د ماشومانو د خبرو اوریدو توان نه درلود، ژړا شوه، ډاکټران راغلل، د ‏نورو کوټو میرمنې راغلي، هیڅ نه پوهیږي چې دلته څه روان دي.‏

هغه مورکۍ لیونۍ شوې وه، هغې هیڅ نه ویل، کله پورته اسمان او کله خپلو ماشومانو ته وګوري.‏

هغې یوې میرمنې یې په ژړا کې بلې ته وویل:‏

د ماشومانو پلار مړ شو، درې نور ګلانو غوندي وروڼه یې شهیدان شول، مورکۍ یې لیونۍ شوه، اوس به د ماشومانو پالنه ‏څوک کوي؟

د هغوی مورکۍ لیونۍ شوه.‏

د روغتون په سالون کې غټ ټلویزون لګېدلی وو، میرمنې هلته ناستې وي، د ټلویزون پر شیشه راغلل، د کونړ په شېګل دره ‏کې تر ۲۰ زیات طالبان د شپې عملیاتو پر مهال ووژل شو.‏

میرمنو یوې بلې ته وکتل، دا څه دي، دا کوم ځای یادوي، زموږ کلی خو به نه ښيې، هلته خو دوی ماشومان او ښځې ووژل. ‏څوک نشته چې ټلیفون ورته وکړي، چې تاسي دروغ وایاست. زموږ په کلي کې خو نږدې ۶۵ ماشومان، میرمنې او سړي ‏امریکایانو او له هغوی سره ملګرو افغان ځواکونو ووژل.‏

هغه ده، د هغوی مورکۍ خو لیونۍ شوه، دوی ولي دا نه وایې چې امریکایانو/افغان ځواکونو پر بې ګناه ماشومانو او میرمنو ‏بمبارد وکړ، د شپې چابې یې ووهلي.‏

میرمنو ویل: موږ خو له امریکایانو ګېله نه لرو، هغوی خو زموږ د وژلو لپاره راغلي، ګېله خو له خپلو زامنو (افغان پوځیانو) ‏کوو، چې دوی ولي زموږ ماشومان را وژني. نه مو طالبان په ارامه پريږدي او نه هم افغان پوځیان، امریکایان خو زموږ د دین ‏دښمنان دي، زموږ د خاورې دښمنان دي، زموږ د مذهب او دود دښمان دي، له هغوی نه ژاړو او نه ګېله کوو.‏

زخمي ماشومانو یو بل ته وکتل، بیا یې خپلې ګرانې مورکۍ ته ږغ کړل.‏

اې مورې! اې مورې!‏

ته په څه له موږه خفه یې، موږ خو امریکایانو وژلو، د خدای شکر وباسه چې ژوندي یو. ‏

مورې! موږ غټان کیږو، موږ زلمي کیږو، موږ خپل کلي ته ځو، موږ د خپلو وروڼو او پلار غچ اخلو.‏

خو د هغوی مورکۍ لیونې شوې وه!

هغه لیونۍ وه، او ‏هغه لیونۍ وه!

نظرمحمد مطمئن
کابل – افغانستان
‏۲۴ لیندۍ۱۳۹۷‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انجینر صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی خو بس دی نور مو مه ژړوه ، هماغه الله ج دی زمونږ د مظلومانو ، یتیمانو معیوبانو ، کوندو او بی وزلو چیغی او فریادونه واوری ، ایا دا دنیا یی د همدی وحشیانو د پاره جوړه کړی چه هر څه یی خوښه وی هغه ترسره کوی که نور هم پکی حق لری. تر څو به دا زمکه او دا اسمان او زمونږ به دغه حال وی . وایی غم د پاسه غم وی ، پرون د روسی وحشیانو په وحشت او وزنو کی لمبیدلو همدغه امریکایی وحشیان لیوانو ملاتړ کولو… نور لوستل »

غ.حضرت

مطمئن صاحب! ستاسی احساسات ( که رښتینی وی، هیله ده چي رښتینی وی) د قدر او ستاینی وړ دی خو:
انسان
مسلمان
افغان
په درو واړو سنګرونو کی رسالت لرو.
ددې خواشینی مور بچان دی خدای زموږ د ټولو شفیع وګرځوی او دا مظلومه دی جنتی محسوب سی امّا:
زموږ د مظلوم وولس سره یوازی او یوازی دوی او هغوی او احمد او محمود ظلم ندی کړی بلکه ډېر بې ګناه وطنوال مو د هغو کسانو په تورو لاسونو هم وژل شویدی کوم چي نن ددې مظلومی ښځی پر خوږوونکی حالت میډیائي اوښکی تویوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x