اسټرالیا هیواد، بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه ومانه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د اسټرالیا هیواد په رسمي ډول بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه ومانه.

ددې هیواد لومړي وزیر «اسکاټ موریس» تېره ورځ وویل ، هیواد یې بیت المقدس په رسمی ډول د اسرائیلو د پلازمینې په توګه مني او په لنډ وخت کې به خپل سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

ده زیاته کړه «موږ د فلسطیني ریاست وړاندیز ته هم احترام لرو او ختیځ بیت المقدس د هغوی د پلازمینې په توګه منو».

یاده دې وي چې تر دې وړاندې پیراګوای او ګوانټي مالا هیوادونو هم خپل سفارتونه له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لېږلي وو.

کابو یو کال وړاندې، اسرائیلو بیت المقدس د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړ، د اسرائیلو تر اعلان وروسته امریکا لومړنی هیواد وو چې د اسرائیلو دا پریکړه یې تائید کړه او خپل سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږه.

د اسرائیلو ددې پریکړې په بدل کې زرګونه فلسطینیانو لاریونونه  وکړل او د یهودو دا پریکړه یې وغندله، دغه لاریونونه له اسرائیلي فوځيانو سره په شخړو واوښتل چې په پایله کې یې سلګونه فلسطنیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

یاده دې وي چې اسټرالیایي وزیر اعظم ددې پریکړې وړاندوینه تېره «اکتوبر» میاشت کې کړې وه، چې په غبرګون کې یې د مسلمانانو تر ټولو ستر نفوس لرونکي هیواد «اندونیزیا»  له اسټرالیا سره په تجارتي برخه کې کېدونکې خبرې ودرولې او ددوی دا پریکړه یې غیرعادلانه وبلله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

مونږ ته باید د انسانی ټولنی په ځای حیوانی ټولنه وویل شی د حیواناتو هغه ټولنه چه عادی حیوانات پکی د لویانو د خوراک د پاره قانونیت لری کله چه یی لیوان خوری ددرد احساس ( لغتی وهل او فریاد کول ) هم باید په ډاګه نه کړی جه دغه کار لویه سرغړونه ده سرغړونکی باید مجازات شی . داسی نه ده چه دوی د زمکی په خدایی کودتا کړی ، کمزوری او حریص مخلوق په قوت او خالق کل باندی کودتا نه شی کولای حتی دغه مقایسه او حدس وهل ناممکنه دی ، مګر د الهی ازموینی د تداوم… نور لوستل »