لوګر: ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت مرکز التمور سيمه کې د يوې ترافيکې پيښې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي دا پيښه نن له غرمې مخکې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د التمور په سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې ۷ تنه ووژل شول او ۶ نور ټپيان شول.

احمدزي وويل چې د کابل – ګرديز په لاره يو سراچه موټر له بل مارسډیز سره ټکر شو چې دا مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.

هغه وويل چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوي خو د دريو سختو ټپيانو روغتيايي وضعيت خراب و چې هغوی يې کابل ته انتقال کړل.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د جګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ په ترافيکي پيښو کې هم ګڼ شمير افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې زيات وخت يې لامل د موټر چلونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د