صلاح الدین رباني او شاه محمود قریشي

پاکستان: که زمونږ مرسته غواړئ، تورونه راباندي مه لګوئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی، ویلي، که کابل د افغانستان په سوله او امنیت کې د پاکستان مرسته غواړي، نو لومړی باید د تور لګولو څخه ډډه وکړي.

نوموړي وویل، «وخت راغلی چې په ګډه لاسونه سره ورکړو، د خپلو خلکو لپاره، خپلو ماشومانو لپاره، خپل ښه ژوند او خپلې سیمې لپاره».

هغه زیاته کړه، «زه دلته راغلی یم، تر څو د افغان حکومت او خلکو ته واضحه کړم چې د سولې څخه برخمن او پر امنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی».

نوموړي وویل چې نور باید د تور لګولو فرهنګ ختم شي او پر ځای یې اعتماد ځای ونیسي.

باید وویل شي چې نن کابل د چین او پاکستان په شمول د درې اړخیزې ناستې کوربه وو چې د چین بهرنیو چارو وزیر هم په کښي ګډون کړی وو.

په ناسته کې درو سره هیوادونو د تروریزم پر ضد د مبارزې یو تفاهم لیک هم امضا کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

یو غلام بل غلام سره ولاړ دی د غلامو دریشیو او صلیبی نیکټایو د ښودلو مسابقه لری ، دواړه د پرونو انګریزانو او نننو امریکایانو غلامان دی ، یو بل ته وایی ( که مرسته مو غواړی تورونه مه لګوی ] د څه مرسته ؟ زمونږ د مظلوم اولس د وژلو ، استثمارولو او غلامولو په اړه مرسته!!!!!!!! ربانی غلام ورته ولاړ دی چه مظلوم اولس زما خبیث او غلام پلار باندی د مړی ګډا ( رقص مرده ) ترسره کړی زه یی غچ اخلم ، قریشی غلامی ورته وایی که یی د غج اخستنی هیله لری نو تورونه مه… نور لوستل »