د ننګرهار والي د ورور د ساتونکو له لوري وهل شوي عسکر

ننګرهار: د وهل شويو سرتيرو کورنيو د پراخو لاريونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د امنيتي سرتيرو کورنۍ، قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو ګواښ کړی دی چې که په دې ولايت کې د والي د ورور له لوري د امنيتي سرتيرو د وهلو پوښتنه ونه شي پراخ لاريونونه به وکړي.

تيره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د دې ولايت د والي ورور ساتونکو يو افسر او يو سرتيری ددې له امله سخت وهلي وو چې د هغه له ملګرو څخه يې د تلاشۍ غوښتنه کړې وه.

د ننګرهار ولايتي شورا په انګړ کې په دې اړه راټول شويو د سرتيرو کورنۍ، قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو وويل چې د پوليسو د وهلو قضيه دې وڅېړل شي او عاملين دې يې د قانون منګولو ته وسپارل شي؛ خو که داسې ونه شول پراخ لاريونونه به وکړي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اجمل عمر وايي چې د امنيتي سرتيرو د ډبولو پيښې د ننګرهار خلک سخت انديښمن کړي دي او په وينا يې بايد د پيښې عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شي.

اجمل عمر وويل چې دا لومړی ځل نه دی چې امنيتي عسکر د لوړ پوړو چارواکو او زور واکو له لوري وهل کيږي، مګر تر دې وړاندې هم د والي وروڼو د جلال اباد په انګور باغ سيمه کې پولیس وهلي وو.

هغه وويل چې ددې پيښې په اړه ورته هره ورځ لسګونه قومي مشران شکايت کوي او ګواښ کوي که ددې پيښې عاملين مجازات نه شي نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د ثنا ګل په نامه د وهل شوي پولیس پلار وايي چې زوی يې جبارګل د والي د ساتونکو له لوري وهل شوی دی او اوس يې څوک غږ هم نه اوري.

هغه وويل چې که د خپل غږ د رسولو له پاره يوې دولتي ادارې ته ځو هغو راته بله دولتي اداره په ګوته کوي او که بلې ته ځو هغوی مو بلې ادارې ته ليږي او په وينا يې نه يې په قومندانۍ کې، نه څارنوالۍ کې او نه هم په نظامي څارنوالۍ کې ددوی غږ څوک اوري.

د ميرزا محمد په نامه یو قومي مشر وايي چې که د چارواکو او زورواکو له لوري د امنيتي سرتيرو وهل ټکول همداسې دوام وکړي نو سبا که په دولتي ادارو وسله وال هم ورځي نو عسکر به يې د چارواکو له ويرې مخه نشي نيولی.

بل لور ته د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې پوليس د والي د ورور د ساتونکو له لوري نه مګر د قصر د پوليسو له لوري وهل شوې ده او چې له چا څخه شکايت شوی دی هغه خلک څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی لمړنی هڅه دا وی چه د ګوتو په شمار غلامان سرمایدار او د هغه هیواد نهه نوی سلنه خلک د سواد او فقر له کچی ښکته کړی او ښکته یی وساتی ، په دی کار ډیری لاسته راوړنی لری چه یوه یی عسکری خدمت ته د خلکو له فقر او بی سوادی څخه ګټه پورته کوی او هغوی د خبل مظلوم اولس د استمثارولو او وژلو د باره په کمو معاشو استخداموی نو دغه سرتیری لمړی سرتیری نه دی د یو څو ډالرو د پاره د اشغالګرو د ګټو او د هغوی د غلامانو د… نور لوستل »