ریشخندات

لیکوال : ماهر احسانزی

شاعر او لیکوال حفیظ الله تراب د حکومت پر روانو چارو د طنز پر ژبه کوم څه څه لیکلي و او بیا يې په فیسبوک خپاره کړي و او د یو چا کمنت ته يې بیرته لیکلي وو : ریشخندات روان دي .

په ظاهري بڼه خو د ریشخندات کلمه په هیڅ ژبه کې نشته خو ما ترې دا مانا واخیسته ، چې پر کلمو ، نیولوجیزم او لغتونو ښه پوره ریشخند روان دی .

په همدې فیسبوکونو کې یو ډله داسې هم شته چې په لوی لاس له دود او منلي قاعدې اوړي او بل سرخوږی راته جوړوي .

دوی د مننې پرځای مننیات لیکي ، چې دلته هم خبره ریشخندات ته رسیږي .

له یو پلوه د پښتو ژبې ګڼو لهجو او غني زیرمې ، ډېرو استثناګانو ددې ژبې د زده کوونکو په لاره کې خلک زړه نازړه کړي، بل خوا يې له اوصولو ناخبره بچیانو د صیقلیدو پرځای ثقلیدو ته تابیا نیولي .

زمونږ خبره د کلمو او نومونو په ډېر ګړي حالت ده ، چې ډېر شمېر پښتو لیکوال يې له اوصولو په سرغړونې د نورو ژبو څخه په اغیز جمع کوي .

تر اسلام را رورسته پښتو ته د عربي ځينو اصطلاحګانو سره یو ځای ، داسې کلمې هم راغلې چې اوس د همدې یادې ژبې په قاعده جمع کوو هم .

د عربي ژبې د جمعې په وروستاړو کې یو هم ( ات ) او ( ین ) دی ، چې د پښتو کلمو او ژبې په برخه کې د جمعې لپاره په سپینه لمن تور داغ له ورایه خو ښکاري خو بد هم معلومیږي .

په دې برخه کې زمونږ لوی لوی لیکوالان ، استادان او پوه خلک پرځان عریضې کوي .

دوی به درته لګیا وي ، چې د ژبې د غني کیدلو ، مخکې تللو او ژوندۍ ساتلو لپاره علم ، پوهې او کتابونو ته اړتیا ده چې دا ضرورت به په اثارو ( خو همدلته د پرځان عریضه مه کوه اثرونه ولیکه د اثارو پرځای ) لیکلو ، ژباړلو او تدوینولو پوره کیږي .

وړاندې مو د ( ات ) او ( ین ) خبره وکړه .

دا دواړه وروستاړي زمونږ په ژبه کې په لږه کچه د استعمال ځایونه لري .

( ین ) په کله جوړونکو وروستاړو کې د نسبتي وروستاړو له ډلې دی ، چې یو شي ته نسبت کوي .

مونږ چې د لوستو پښتنو په توګه په کلمې پسې ( ین ) ګورو نو د اصل او د ژبې د ګرامر له مخې به مو باور دا وی ، چې دا ترکیبي کلمه ( هغه کلمه چې د ین وروستاړی په کې راغلي وي ) جمع نه بلکې نسبت دی د اصل لپاره.

خاورین ، وریښمین ، پشمین که لولو یا اورو نو دا مانا به ورڅخه اخلو چې دا د اصل لپاره نسبت دی .

د احمد وريښمني جامې پرتن دي .

اوس خلک خاورین لوښي نه کاروي .

په پورته جملوکې راغلي خاورین او وريښمین کلمې جمع نه بلکې وريښمو ته د کالیو او خاورو ته د لوښو نسبت وکړ ، چې دا توکي له وريښمو او خاورو جوړ شوي دي .

اوس چې ( ین ) په کلمو کې د جمعې لپاره کاروو ، څو تاوانونه کوو.

لومړی ــ که د ژبې اوصولو ته وفادار یو ، نو له جمعې به مو د نسبت مانا اخیستې وي .

مونږ به معلمین بیا د هغو خلکو ډلې ته نه وایو چې په ښوونځیو کې ماشومانو ته درس زده کوي بلکې مونږ ته به معلمین داسې څه ښکاري ، چې له معلم به جوړ وي ، ځکه مونږ خو ین د نسبت پرمهال کاروو .

دوهم ــ کرار کرار به د ژبی له شته دویونو خلاص شو ، چې اوس يې د ژبې د زده کړې او مهارولو لپاره استعمالوو .

مونږ چې نارینه نومونو د جمعې لپاره د ( ان ) وروستاړي څخه ګټنه کوو که داسې يې د نورو ژبو اغیز او فرمایشونو ته پریږدو ، معلمین به را معلمان نه کړو او محصلان به مو د غلط ګرامري دود له مخې د ( استادینو!! ) په سرنوشت اخته شي .

مانا دا چې پښتو ژبه کې تول سا کښ نومونه چې پر بیواک غږ( کانسونینټ ) پای ته رسیدلي وي په ( ان ) جمع کیږي .

یو ګړی ډېری کره نا کره

هلک هلکان هلکان

معلم معلمان معلمان معلمین

محصل محصلان محصلان محصلین

مسوول مسولان مسوولان مسوولین

همداسې نور

که څوک وايې چې محصلین اوس عام شوي او خلک ورباندې پوهیږي ، دا کتابي دلیل نه دی ، ځکه چې مونږ ورته خپل اوصول لرو نو څه اړتیا چې داسې يې لیکو او را دودوو يې ؟

که يې بیا هم څوک لیکي نو زه وایم څنګه بده خو به نه وي ، چې استادان هم تر دې وروسته استادین ولیکو ؛ زه باوري یم چې دا خبره درباندې ښه ونه لګیده ، ځکه چې زمونږد ژبې د اوصولو خلاف ده او دا چې د ژبې اوصولو خلاف ګڼئ خو مجاهدین ، مبارزین ، فارغین هم زمونږ د جمعې قاعدې راسره نه مني .

د عربي ژبې د تانیث ډېرو ګړو لپاره د ( ات) وروستاړی بل سرخوږی دی ، چې له مننې يې مننیات جوړکړي او لیکوالي ورسره ریشخندات ته ورسیده .

سره له دې چې پښتو ژبې او یا بلې هرې ژبې ته ورتلوونکي کلمه د کوربنې ژبې اوصولو ته غاړه ږدي او د ژبې ویونکي د خپلو شته اوصولو له مخې يې کاروي خو له دودیزو نورمونو انحراف او د خيټالوژۍ نیولوجیزم به ژبه راسره پرمختللي نه کړي ، خو له شته نوم به هم په کې خلاص شو .

د ین او ات وروستاړي ، چې په عربي ژبه کې کارول کیږي او زمونږ ژبې ته د همدې عربي کلمو د جمعې لپاره راغلي ، په کار ده ، چې په خپله ژبه کې ددې کلمو د جمعې لپاره له قاعدو هم خبر شو .

پوهاند صدیق الله رښتین په پښتو ګرامر کې لیکي :

۱ــ هغه عربي مصدرونه او کلمې چې په ( ه ) یا په مفتوح ( ع ــ ح ) ختم وي ، په اخر کې د ( ې ) په راوړولو جمع کیږي .

یو ګړی ډېر ګړی

مناظره مناظرې

طمع طمعې

ذبح ذبحې

رقعه رقعې

۲ـــ هغه عربي مصدرونه او نورو ژبو کلمې ، چې په اخر کې يې ( الف ) وي د ( ګانې ) او ( وې ) په راوړلو جمع کیږي .

یو ګړی ډېر ګړی

التجا التجا ګانې / التجاوې

اشتها اشتها ګانې / اشتهاوې

دعا دعا ګانې / دعاوې

۳ــ کوم نومونه چې په ع او ح ختم وي او د مخه يې الف ، واو ، یا او پيښ راغلی وي ، دغه شان نومونه چې په اوږد واو او یا څرګنده ( ي) ختم وي ،دغه ټول په ( ګانې ) سره جمع کیږي .

یو ګړی ډېر ګړی

اطلاع اطلاعګانې

ترفیع ترفیعګانې

رباعي رباعي ګانې

۴ــ هغه عربي نومونه او مصدرونه چې په اصلي حرف ختم وي ، ساکښ يې په ( ان ) او بې ساه يې په ( ونه ) جمع کیږي .

یو ګړی ډېر ګړی

علم علمونه

انعام انعامونه

انقلاب انقلابونه

موټر موټرونه

فاضل فاضلان

عالم عالمان

قاتل قاتلان

پر دې سربېره مطلب پرمطالبو ، مفهوم پرمفاهمو ، دلیل پردلایلو ، عنوان پر عناوینو ، قومونه پر اقوامو ، قشرونه پر اقشارو ، قاعدې پر قواعدو ، مسئله پرمسایلو او همداسې په سلګونو نورې کلمې لیکل د ژبې د وسعت او خدمت پرځای د زندۍ کیدو لاره ده .

د ژبې پرځای د کتابونو ژباړه ارزښت نه لري ، چې دادې ورسره پرمختګ وکړي ، بلکې د پښویزو دویونو واحد نظر او ژبې د راننوتونکی لغت او ټولنې ته د نوې احتراع پرمهال د نیولوجیزم پرمت د ژبې او ټولنې غوښتنې په نظر کې نیول هم د ژبې د ودې برخه جوړوي .

تبصرې (2)

  • عربي ژبه د پښتو ژبې زيور دی، رحمن بابا رحمه الله په خپلو اشعارو کې ښه ډېره کارولې ده،

    ريشخند يا مننې ته دا ريشخند فيسبوکيان ځکه ريشخندات او مننيات وايی چې ريشخند او مننه د پيو په شان د جمعې صيغه نلري.

    ليکوال نه پوهېژم ولې دا سطحي فيسبوکي طنزي اصطلاحات دومره جدي نيولي او خپل وخت يې پرې خراب کړی.

    ليکوال صاحب له لاسوند پرته تاريخ هم غږولی او وايي چې له اسلام وروسته پښتو ته داسې اصطلاحات را دننه شول چې اوس د جمع کولو قاعده ګرزېدلې دي،،،، مسلمانه مګر له اسلام څخه تر مخه پښتو ليکدود وجود لاره ؟؟؟ که يې لاره نو همدا ليکنه به مو په هماغه ليکدود سره کړې وه کنه !

    ها بله ورځ مې د همدرد صاحب يوه ليکنه لوستل چې فرصت او فرصتونه يې په پرست او پرستونه ليکلي وو، خدای شته چې زما غصه اوس هم نه ده ورته سړه شوې ځکه دا په خپله ژبه ملنډې وهل دي.

    په هر حال تر کومه چې ما ته مالوم دي د پښتو ژبې څخه د هغې د زيور تروړل او چڼ وهل اکثره د خلقي وشمه خلکو کار دی چې له عرب او عربي ژبې سره ازلي دښمني لري.

    نور بيا ...

  • ګرانه وروره احسان زی صاحب! ستاسی د لیکنی نه می ( څخه می) ګټه واخیسته.مننه.
    د پښتو ژبی د څېړنی د استعداد اجازه اصلاً ځانته نه ورکوم خو زړه می نه غواړی چه پدې هکله څه ونه وایم خپله د مورکی او بابک ژبه می ده.
    په پښتو ژبه کی د ( ین) حالت یو عاریتی حالت یا پڼه ده چه په اصل کی فارسی ریښه لری او دا ( ین) یو عمومی اطلاق ندی بلکه فقط د ځینو اسمونو سره جوړ جاړی کولای شی نه د ټولو سره لکه ( تک) شین، تک تور، تک سپین خو ویلای نشو چه مثلاً تک زرغون یا تک نصواری( البته دا به نه څېړو چه دا بې پلاره او موره {تک} څوک یا څه دی او دلته څه کوی؟) چي شاید ددې کار علت د یو صفت ( یو سیلابی) بڼه وی مانا داچه سپین او تور د یو سیلاب درلوونکی دی او زرغون او نصواری د دوو یا درو سیلابو درلوونکی دی، په ضمن کی د ( ین) د نسبتی حالت کیسه بالکل د عربی ژبی د جمع د حالت( ین) څخه جلا کیسه ده او هیڅ تړاؤ نه سره لری چه البته په تصادفی توګه په بحث کی مطرح شویدی بناً خاورین یا وړین یو مفهوم لری او معلمین بل مفهوم.د معلمین حالت یو مطلق حالت دی ( هغه هم په عربی ژبه کی) چه قهراً د معلم جمع ده امّا د خاوری لوښی ته خاورین لوښی ویل یو مطلق او قهری امر ندی بلکه کولای شو د خاورو لوښی ئې وبولو، په ضمن کی د هر پښتو اسم د نسبتی بڼی سره د ( ین) کلمه نشو ور زیاتولای ( هغه کسان چه زور او باډی ګار ولری شاید وکولای شی ووائی) چي مثلاً شلومبین( د شلومبو نسبت) لکه څرنګه چه په عربی ژبه کی د هر اسم جمع په ( ین) نه ختمیږی.
    وروره! بخښه غواړم، زما غیر علمی بحث ستاسی سره یو انکساری بحث ندی بلکه ستاسی د بحث سره یو موازی بحث دی چه رانه خفه نه شې.
    رشتیا، ستاسی د ښکلی بحث په اړه یوه ترخه او رښتینی ټوکه را یاد شوه.
    زما یو کنداری دوست د لس کلنی څخه بیا د پوهنتون تر فراغت پوری په کابل کی اوسېدلی دی، کلونه مخکی ئې داسی کیسه راته کوله:
    ( د مکتب په اوومه یا اتمه ټولګۍ کی ناست او د پښتو د مضمون په درس لګیا ؤ( په ټولګۍ کی فقط موږ دوه شاګردان پښتانه ؤ نور ټول د کابلخان بچان وه) د کوټې دروازه وټکېده ،دوه کسه مفتشین د پښتو مضمون د ښوونکی په اجازه کوټې ته راننول تر مختصری پېژندکلوی او توضیح وروسته ئې وویل چه غواړی زموږ د پښتو د مضمون د پوهی کچه ځانو ته معلومه کی. د نورو پوښتنو په لړ کی ئې له یو شاګرد څخه وپوښتل چه هلکه راته ووایه چه د ( اوبو) جمع څه ده؟ شاګرد په ځواب کی ورته وویل چي صاحبه اوبونه.
    د بل شاګرد نه ئې وپوښتل هغه په ځواب کی ورته وویل چه صاحبه اوبې
    دریم شاګرد ورته وویل چه صاحبه اوبه ګانی
    مفتش پداسی حال کی چه د خواږه خښم له امله ئې مخ سور او شین سو وویل چه څوک ددې پوښتنی په ځواب پوهېږی چي فقط ما او دې بل پښتون شاګرد د ځواب لاسونه پورته پورته کړه).
    زما ترخه تبصره:
    بې ادبی معاف:
    پخپل حرم سرای کی همداسی خسی ګرځېدو، د فرهنګ او ژبی د خوټو د فعالیت سېک رانه د خپلی بې غورۍ او غفلت له امله سلب شوی ؤ.
    د شمالی قطب هېلیو او مرغانو غوندی د اوږدو ژمو په ساړه کی تر واورو لاندی پټ ؤ کله چه راباندی پسرلی سو نه داچه د خپلی اوږدې لوږی د رفع کولو توان مو ونه موند بلکه د نورو آفتونو سره لاس او ګرېوان سولو.بد ژمی ؤ او بد پسرلی دی.
    د اوبو د جمع حالت به خپل غیر پښتون ورور ته ور زده کو یا به مو ور زده کړی وی یا به د مهاجرت پېښوری هستوګنه د غیر پښتون مینه، د پښتو ژبی سره ( طوعاً یا کرهاً) څه ناڅه د پښتو ژبی د رونق سبب شوی وی خو د خواشینی خبره بله ده:
    په موږ کی یو غیر علمی متل رواج لری:
    مال چه خاوند ته وی سوی حرام دی.
    پښتون قام یو غیر منسجم او پې اتفاق قام دی ( البته زه پدې عقیده یم چه د پښتون د خاوری د ګاونونډیانو یعنی روس او انګرېز او هند او چین او پارس غوندی نړیوال او استعمارګرو قدرتونو ماهیت ته په پاملرنی سره،د پښتون بې اتفاقی د پښتون قوم د بقاء لامل دی) نو همداسی ئې د ژبی مرغۍ هم د یوې ونی په یوه ځاله کی آرام نه مومی او هر سیمه ایز پښتون ځانته خپله ځاله جوړه او ترانې پکی آوازوی البته ستونزه د ځالی د انتخاب په مسئله کی نده بلکه ستونزه پدې کی ده چه دا ترانې ځینی وختونه د مردانه او مړنی آواز د میلوډی د مدار څخه خطا او په زنانه او ښځینه میلوډی بدلېږی یعنی ګیله او ځان پرستی او ځان غوښتنه او تفوق غوښتنه چه دا د پښتو ژبی د ودی او تکامل او معیار کېدو په لیاره کی لوی خنډ دی بناً د صالحو فرهنګی خدمتګذارانو اساسی او مهمه دنده پدې هکله داده چه د پښتو د سمون پخاطر د ( پښتو) تر څنګ ( پښتونولی) ته هم ډېره پاملرنه وکی، هغه پښتونولی چه موږ ته داسی تعبیر شوېده:
    زغم، درناوی،ګذشت،انسان پالنه،حق پالنه،پراخ تندی،.
    پدې کی خو شک نسته چي د مشرقی او جنوبی او ختیځ او لویدیځ او پښتونخوا او نورو سیمو پښتو ژبه د حاجی نظر ګُل د باغ چمبرخیار غونذی دوه ئې په یوه بڼه ندی خو د فرهنګی پښتون هنر به په دې کی وی چه ددې ټولو چمبرخیارونو د بازار موندنی او رونق بخښنی لپاره عادلانه تبلیغات تر سره او د چمبرخیارونو د څرنګوالی او اصلیت او نا اصلیت پر سر یو د بل په وړاندی د منفی عکس العملونو څخه په کلکه ډډه وکی څو د ټول باغ ټولو تولیداتو ته صدمه ونه رسېږی البته دا ټکی هم باید په عمومی توافق کی ځای ومومی چه د ټولی پښتو منلی څېرې دا صلاحیت ولری چه د ( چمبرخیارونو) د سمی ودی او واحد معیار د انسجام پخاطر یو د بل توصئې د پښتونولۍ په روحیه ومنی.دا مسئله ځکه نن سبا مهمه ده چه پښتو ژبه نړیوال جال ته د ننوتو هڅی کوی او که ددې هڅو سودا په سر کی نه وی نو بیا هیڅ ستونزه نشته، همهغه مخکی غوندی هر چاته د خپل پالېز چمبرخیار هم خواږه دی او هم پاخه او هم درانه او هم سهل الهضم.
    د تبصرې د اوږدوالی له کبله بخښنه غواړم البته بَر ئې هم لنډ ندی.