
الظلم ظلمات
مولوي فضل ربي (کوه صافي وال)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: اتَّقوا الظُّلمَ، فإنَّ الظُّلمَ ظلماتٌ يومَ القيامةِ . صحیح مسلم
ترجمه: د ظلم څخه ځان وساتئ ځکه چی ظلم د قیامت د ورځی تیاری دی.
عزیزانو! کله چی یوی میرمنی یوه پیشو وتړله او خوراک ته یی پری نه ښوده تردی چې مړه شوه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغی میرمن په اړهوفرمایل: د پیشو له امله دوزخ ته ولاړه.
چی د اسلامی شریعت فیصله ده یوه میرمن د یوی پیشو له امله دوزخ ته ځی نو ای ظالمه ته چی په لسګونو او سلګونو بی ګناه انسانان وژنی ستا به په آخرت کې څه حال وي؟
د یو حدیث مضمون دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: ددی ټولی دنیا زوال الله تعالی ته د یو انسان بی ګناه له وینی تویولو نه سپک دی.
ای ظالمه کله چی د قیامت ورځ شی نو قتل شوی انسان به هغه کس را ونیسی چی دی یی قتل کړی دی د عرش خوا ته به یی راولی وایی به
ربه! له ده پوښتنه وکړه ده زه ولی قتل کړم؟
ظلم په دنیا کې د انسان د هلاکت ، شرمېدلو ، ذلیل کېدلو سبب دی هېڅ ظالم نشي کولی په دنیا کې تر ډېره وخته پورې خوشحال پاتې شي . صرف تر هغه وخته پورې به وی ترڅو چې الله تعالی ورته مهلت ورکوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : إنَّ اللهَ لِيُملِي للظَّالِمِ حتَّى إذا أخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ .
ترجمه : بېشکه الله تعالی ظالم ته مهلت ورکوي تردې چې یو ځل یې ونیسي بیا یې نه پریږدي .
فرعون د خدایی دعوه کړې وه ، خلکو ته یې ویل چې دده عبادت وکوي ، د انسانانو نه یې داسې کار اخیسته لکه دا انسانان چې دده بندګان وي ، د عیاشیو ، ګناهونو ، سرکشیو هېڅ حد نه وو ، کوم شی به یې چې زړه غوښتل هغه به یې کول لکن الله تعالی ورته عذاب نه ورکولو ، الله تعالی نه نیولو لکن کله یې چې په حضرت موسی علیه السلام باندې د ظلم اراده وکوله ، د هغه د رانیولو او قتل کولو اراده یې وکوله الله تعالی غرق او د ټول عالم لپاره عبرت کړو .
پدې کې شک نشته چې په دنیا کې څوک په هر ډول ظلم کوي د قیامت په ورځ به حساب ته را کش کول کیږي هغه څوک چې په دنیا کې د چا په وهلو ، ښکنځلو ، رټلو ، ځورولو او وژلو سره ظلم کوي هغه د ګمان نه کوي چې دا یو کار وو ، وشو ، تېر شو او هېر شو بلکه ددې هر عمل حساب شته ، دا انساني زړه چې په ښکنځلو سره خفه کول کیږي ددې هم حساب شته ، د چا د عزت د پایمال کولو هم حساب شته او که څوک په ناحقه سره د چا وینه تویې کړي نو د یوه یوه څاڅکي حساب شته الله تعالی فرمایی : اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ . سورة الحج آیة ۶۹
ژباړه : الله تعالی به حکم وکړي په منځ ستاسې کې په ورځ د قیامت په هغه شي کې چې وئ تاسې چې په هغه کې مو اختلاف کاوه .
رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه ته نصیحت کاوه ورته فرمایل یې : واتق دعوة المظلوم فإنها ليس بينها وبين الله حجاب .
ترجمه : د مظلوم له ښېرا وډار شه ځکه د هغې او د الله تعالی په مینځ کې هېڅ پرده نشته .
په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : دعوة المظلوم يرفعها الله فوق الغمام، ويفتح لها أبوابَ السماء، ويقول لها الرب: وعزَّتي وجلالي لأنصرنَّك ولو بعدَ حين .
ترجمه : د مظلوم دعاء الله تعالی تر وریځې هم پورته ور پورته کوي او د مظلوم د دعاء لپاره د اسمان دروازې خلاصیږي او الله تعالی ورته وایي : زما د په خپل عزت قسم وي او زما د په خپله لویی باندې قسم وي چې زه به ستا مرسته کوم اګر که یو څه وخت وروسته وه .
امام ابن قیم رحمه الله فرمایي : أصلُ كلِّ خيرٍ هو العلم والعَدل، وأصلُ كلِّ شرٍّ هو الظلم والجهل .
ترجمه : د هر خیر بنیاد عدل او علم دی او د هر شر بنیاد ظلم او جهل دی .
او که انسان هرڅومره د قوت خاوند شي ، زور پیدا کړي ، اسباب ورسره ډېر شي ، په ټیکنالوجی پوه شي ، په وسلو سنبال شي ، دنیایی قوتونه یې ملګرتیا وکوي او تر لاس لاندې یې قوتونه کار وکوي خو داسې یوه ورځ په انسان باندې خامخا راتلونکې ده چې دی به د الله تعالی په وړاندې پداسې حالت کې وړاندې کیږي چې لاسونه به یې خالي وي ، هېڅ قوت به ورسره نه وي ، هېڅوک به یې ملګرتیا نه کوي ، هغه کسان چې په دنیا کې دده ملګري وو له ده څخه به تښتي دی به په یوه محکمه کې الله تعالی ته حاضر کړل شي چې هلته به نه په ناروا کې څوک د چا واسطه کېدلی شي ، نه به څوک دده لپاره د درواغو ګواهي ویلی شي ، نه به دده قدرت څه کار کوي ، نه به دده رعب داب څه فایده ده ته رسولی شي ، د دنیا بادشاه او ګدا به ټول په یو شان وي ، اکثر هغه کسان چې په دنیا کې ېې قدرت وو او واک یې په لاس کې وو د قیامت په ورځ به تر هغه کسانو ډېر وارخطا وي چې په دنیا کې یې هېڅ واک نه درلود هلته به معیار د لوړ والی صرف د دنیا نېک عملونه او تقوی وي کله چې ظالمان لداسې یوه حالت سره مخ شي نو ډېر به ارمان وکوي ، ډېر به افسوس ورځي او ډېر به الله تعالی ته زاری وکوي چې یا الله مونږ پوه نه شوو ، یا الله مونږ بل چا دوکه کړي وو ، یا الله له مونږ نه غلطي شوې ده لکن الله تعالی په دنیا کې د دوی د ټولو خبرو ځواب کړی دی چې فرمایي : يَوْمَ لَا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ (52) . سورة غافر
ترجمه : په هغې ورځې کې به هېڅ نفع نه رسوي ظالمانو ته معذرت او عذرونه د دوی او شته دوی ته لعنت (لرې والی له رحمته ) او شته دوی ته بد کور (دوزخ) .
بې ګناه یو مسلمان ته بده خبره کول ظلم دی ، یو مسلمان ته معمولی تکلیف رسول ظلم دی ، د یو چا معمولی حق سلب کول ظلم دی ، د یو چا غیبت کول ظلم دی او دا چې یو څوک قتل کړل شي نو ښکاره خبره ده چې دا لوی ظلم دی .
پدې وروستیو کې چې په مختلفو واقعو کې ځینې بې خبره ، مظلوم ، په خوب ویده ، بې ګناه افغانان ښځې او ماشومان په شهادت رسیږي واقعا چې ډېرې له درده ډکې واقعې دي چې افغانان یې وینی ، هغه کسان چې د ځان لپاره دلیل وایی چې جنګي حالات د ی یاد لرئ چې ستاسې دا بهانه د ماشومانو او ښځو د قتل لپاره په د نیا کې نه منله کیږي نو د الله تعالی په حضور کې به ورباندې څه ځان خلاص کړئ .
تېره شپه چې په کونړ کې کوم هیواد وال شهیدان شوي دي د هرې مېرمنې او هر ماشوم او هر سپین ږیري غم راته خپل شخصی او ذاتي غم ښکاره کیږي او له زړه نه ورباندې خفه یم الله تعالی د دټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي واقعا چې غم یې دروند دی ، په ظلم سره شهیدان شوي دي که چېرته پدې کورونو کې د دنیا مشهور هغه کسان چې امریکا یا افغان حکومت ته مطلوب دی موجود وی ، که چېرته د القاعده مشره ایمن الظواهري پدې شپه پدې کور کې وی ، که چېرته د طالبانو مهم مشران پدې وخت کې پدې کورونو کې میلمانه وای بیا هم د داسې ړندې بیماري لپاره هېڅ جواز نه پیدا کېدو ، د ماشومانو او مېرمنو د قتل لپاره کومه بهانه موجوده نه وه ، دا پداسې حال کې ده چې امریکایی فوځیان دعوه کوي چې له دوی سره داسې ټیکنالوجی موجوده ده چې کله دوی وغواړي له طیارې نه په زمکه باندې یو هدف داسې په دقیقه توګه ویشتلای شي چې له دوی نه په زمکه باندې یو میخ هم نه خطا کیږي نو د دومره پر مخ تللې ټیکنالوجی سره داسې بې ګناه شهیدان کول اوس څنګه توجیه کړو؟
الله تعالی په افغانانو باندې رحم وکړي .
د یو آزاد ، خود مختار ، مامون ، آرام او اسلامي افغانستان په هیله .
مننه وروره د ښکلی لیکنی څخه مو.
دا زما زړه همیشه دُعا په لوړ آواز کوی او تقزیباً همیشه همدا یوه یوه دُعا ترې اورم:
خدایه! مه ظالم را باندی مسلط کوه او مه د ظلم توفیق راکوه.
یوه ورځ می ورته وویل چه ښځی، زړه او ضعیفه او ناروغه ښځه ئې، ته به نو څه ظلم وکی؟
په فیلسوفانه ژبه ئې راته وویل چي:
ته شیطان نه پېژنی چه په انسان څه کاڼې کوی؟
رشتیا هم ظلم د معدودو کبیره ګناهنونو څخه شمېرل کیږی چه بده نتیجه ئې په همدې دنیا کی لیدله کیږی او لیدلې شوېده.