نظــر

دکونړ قتل عام او د افغانانو د مخلتفو طبقو غبرګونونه

منيب الرحمان رحماني

تېره ورځ د کنړ ولايت په شيګل والسوالی کې د بهرنيو ځواکونو د بمبارۍ خبرونه ورکړل شول،د بمباری وروسته د کنړ ولايت د روغتون مشر عزیز الرحمن صافي روغتون ته د د اته ماشومانو او دریو ښځو د ټپيانو راوړل کېدل ومنل.

د والي وياند د شل طالبانو او القاعده غړو د وژلو د ادعا ترڅنګ د ملکي وګړو وژل منلي و خو د شمېر په هکله یې بې خبري ښودلې وه.
يو کليوال چې د پېښې له ځايه يی بي بي سي سره خبرې کولې وويل چې تر دېرشو د ښځو او ماشومانو جسدونه ده پخپله ليدلي دي.

نن بيا د والي وياند هم د ۱۵ کسانو مرګ ژوبله ومنله،دا هغه خبرونه و چې خپله ولايتي مقاماتو منلي.
زما هدف دا دی پدې ليکنه کې چې افغان ولس دې پېښې ته څه ډول غبرګون وښود.

د افغان ولس يوې برخې دا پېښه ستروحشت وباله او د پېښه کې یې د بهرنیو ځواکونو بې رحمه بمبارۍ او د حکومت چوپتیا وغندله،چا یې عکسونه شير کړل،چا مرګ په امريکا ويل او چا ولسمشر غني د ملت د وژلو په وړاندې په چوپتيا غندلو.

خو زما پام دوهمې ډلې راجلب کړ چې په ټولنيزو شبکو کې تر ډېره د خياط کلمه ورته کارول کېږي،کېدی شي دا کلمه کاروونکي مختلفې انګېزې ورته ولري خو زما درک ورڅخه دا دی چې دا کلمه هغه خلکو ته کارېږي چې ددولت او امريکا په هره ناروا نه يوازې چوپ وی بلکې په ډېر ماشومانه او مکار ډول هغې ته د مشروعیت پيدا کولو په هڅه کې وی.

دې ډلې د تل په څېر څو دليلونه ددې بمباری د ملاتړ لپاره درلودل،ددې څخه يو دا و چې ولې وسله وال د خلکو په کورنو کې پټېږي؟ داچې پټېږي يا نه پټېږي موږ یې دا پریږدو او دا پوښتنه مطرح کوو چې افغان ځواکونه ولې جګړه کوي او ددې جګړې په داسې يو حالت کې قوانين څه دي؟

ددوی په باور افغان فوځ د هېواد او د هيواد د وګړو د ژوند او مال د ساتنې لپاره جنګ کوي،اوس زه دا وایم که چېرته وسله وال مخالفین داسې يو ځای ته ځي يا داسې شرایط رامنځته کېږي چې د هغوی له وژلو سره عام افغانان وژل کېږي بيا بايد دا فوځ څه وکړي؟

د فوځ هدف د خلکو د ژوند امنیت تامینول دي اوس که د وسله والو د وژلو لپاره فوځ خپل ملت وژني دا به څومره يوشان وي د فوځ له دندې او هدف سره؟

د قانون هیڅ يوه ماده دا اجازه نه ورکوي چې د ملکي وګړو د وژلو د ضرر د احتمال په صورت کې فوځ هدف په نښه کړي،دا د فوځ او امریکا لومړی پېښه نه ده دا ۱۷ کاله همدا پېښه کله اونۍ کې يو ځل کله دوه ځل او يا ډېره پېښېږي.

د دې ډلې يو بل دليل دادی چې په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي،دا دليل د طالبانو او فوځ لپاره په ځای دليل دی خو د ملکي خلکو د وژلو لپاره دا خبر کول د ملکي خلکو وژل عادي کار ګڼل دي چې دا‌هم د فوځ ددندې او هدف سره په ټکر کې دی.

دا دليل که طالب وژل کېږي د‌هغه لپاره دی ځکه د ګيلې حق نلري د جنګ يو طرف دی وسله يې په اوږه ده او مرګ حتمي دی همدارنګه د افغان فوځ لپاره چې وسله وال فوځ دی د جګړې ډګر ته ځي او مرګ احتمال حتمي دی.

دا دليل د ملکي خلکو د وژنې لپاره کارول په ځان د‌وحشي عریضه کول دي.

يوه بله خبره چې دوی یې کوي هغه داده چې دوی وايي د دښمن د رسنيو تبليغات دي دوی ته بايد لنډ ووايو چې دا تلفات دښمن نه ستا آمر تاييد کړي دي.

د ملکي خلکو وژل اوس يو مطلق ارادي او پلان شوی کار دی ځکه که افغان حکومت او کومانډو يا امريکايان دومره قوي وي لاړ دې شي ميدان کې دې د مخالفينو سره جګړه وکړي.

همدا‌اوس ۱۱ والسوالی د طالبانو په واک کې دي هلته دې ورشي ،پرون همدا کومانډو د په الوتکو کې د دوستم له ملیشو سره يو ځای د پښتونکوټ د والسوالی د ستراتیژیکې سيمې څخه وتښتيدل او هغه سيمه یې طالبانو ته پرېښوده،هلته دې ورشي نه دې تښتي څه اړتیا ده چې په مختلفو بهانو عام افغانان قتل عام کړي.

خپله چې طیارې،وسلې او بهرنيان ورسره دي ورڅخه تښتي او تش لاس مظلوم افغان کليوال پدې وژني چې ولې طالب ستا کورته دننه شو او تا ورته څه ونه ويل.

يو څو دليلونه چې په ځواب نه ارزي زه یې يادونه کوم

ولې د عبدالله عبدالله څخه پوښتنه نه کېږي؟

افغان ملت عبدالله ته نه ولسمشر غني ته رايه ورکړې وه دا ده ستونزه ده چې د ملت اراده یې د عبدالله سره ووېشله.

نور دا چې مجاهدین داسې و ،وسله وال پس فکره دي وغيره ماشومانه خبرې دي سمه ده هغوی ټول بد دي موږ ورڅخه ګيله نکوو ته چې د بشریت،انسانیت،پرمختګ داعي يې ته څنګه دومره وحشي کېدی شې.

يوه اخري ډله بيا چوپ ده،هغوی لا دومره شرم لري چې داسې قتل عامونو ته پرتوګ نشي ګنډلی او چوپتيا یې غوره کړي وي.

نتيجه داده چې د انسانیت د پرمختګ او بل طرف ته د دین د اخلاقو دعوه کوونکي دې د افغان انسان ژوند ته درناوی وکړي،ارزښت دې ورکړي او دومره دې ځان نه سپکوي چې سبا بيا هېڅ مخ ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

………………..جنګ ….نه….نه…..نه
واړه ماشومان شول د جنګ قربانی………….ځوانان مو شول د نورو ګټی فدایی
ناټو امریکا مو ځوانان بی لاری کوی……پاکستان ایران مو ځوانان غلط تشویقوی
واړه او ځوانان د ښمن ټول ریبی………..څه چه په لاره ورځی هغه پایمالوی
ورڼو یوشی چه دا جنګ ته نه نه نه ووایو……هر دښمن ټغر ورټول په مخه ښه ووایو
………………….غمی.پښتین .سټی کنډو ،پکتیا .ګردیز………………….

جميل

بمباري امريکا اويا دهغوغلامانوکړی خو ليکونکې تکراراََ طالبانو ته بد ويلي ،کوښښ شوی چي دفاع ؟ وزارت ته براءت ورکړي، امريکاخو قطعاََ نشي محکومولای.
دا داسي دی لکه د يوچاڅخه چي امريکا او يا غلامان ئې کالې وباسي، پرتف کړي او ښه ټينګ وهل هم ورکړي او دی به بيا هم طالبانوته بد وائې ،دا عجيبه دښمني ده .
د دوی دښمنې دطالب او دطالب د نوم سره نده ،د دوی دښمنې دطالب دمينې سره ده هغه داچي طالبان پر الله(ج) او آزادی مين دي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x