نظــر

د نن ټکي آسيا د يوې خپرې سوې مقالې تکمله  

عبدالمالک همت

د روان عيسوي کال د دسمبر پر ۱۵مه د نن ټکي آسيا په ښکلې ويب پاڼه کي «د سولې خبري: د امریکايي کارپوهانونو نظرونه او پاکستان» تر سرليک لاندي يوه ښه او د لوستلو وړ مقاله خپره سوې ده.

په مقاله کي له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په اړه د ډونلډ ټرمپ د تلوار، په افغانستان کي د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د چټکو هلو ځلو، د امریکايي کارپوهانو له خوا ټرمپ ته د سولې د خبرو د اوږدولو او د سولي په خبرو کي د بېړنۍ پرېکړي نه کولو د سلاورکولو  په اړه څرګندوني سوي دي.

او دا هم پکښي ويل سوي دي چي د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې امریکا د افغانستان جګړه بایللې او د روان بحران د پای ته رسولو په اړه له پاکستان څخه مرسته غواړي، ځکه يې نو د ده په اند امريکا پاکستان ته اړه ګڼلې ده

په پای کي دا پکښي راغلي دي چي :

طالبان هم وخت پر وخت د رسمي اعلاميو له مخې نړيوالو او امریکا ته وايي، چې د افغانستان روان بحران د پای ته رسولو لپاره يوازينۍ لاره د بهرنيو پوځيانو وتل دي او ژمنه يې کړې، چې د بهرنيانو تر وتلو وروسته به له افغان لوري سره د سولې خبرې وکړي او دا ژمنه يې هم کړې، چې د دوی له لوري به د امریکا په ګډون د سيمې هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کيږي.

خو لکه چي ښکاري د دغي مقالې په وروستيو کي ليکوال د پایليزي په توګه خپل نظر نه دی څرګند کړی، او نه پکښي څرګنده سوي چي څه بايد وسي؟ د مقالې له درانه ليکوال څخه په بخښنه به دغه نيمګړتيا زه ور بشپړه کړم:

بايد وويل سي چي په دې اړه به د شوروي نيواک تجربې ته وګورو.  په شوروی نيواکګر نظام کي د تصميم نيولو واک په کلي توګه د لومړيو مشرانو سره وو او پوځي جنرالانو او نورو يې د لومړۍ درجې مشرانو د تصاميمو په اړه کوم مخالفت نه سوای کولای، ځکه نو څنګه چي مشرانو ته يې په افغانستان کي نور پاته کېدل بې ګټي، بلکي خطرناک جوت سول، له افغانستان څخه يې د وتلو تصميم ونیو او په شوروي او افغانستان کي له کوم جنجال او مخالفت پرته يې عملي کړ. خو په امريکا کي خبره داسي نه ده. څنګه چي په امريکا کي ولسمشران د پنټاګان، استخباراتي سازمانونو، يهودو او لويو کمپراډورو پانګوالو د موخو، تکلونو او ګټو د ساتونکو حيثيت لري او داسي واک او صلاحيت نه لري چی د دغو ځواکونو له خوښي پرته تصميم ونيسي او عملي يې کړي، ځکه نو له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په اړه د ډونلډ ټرمپ تصميم ټکنی سوی ښکاري.

ټرمپ يو تجارت پيشه سړی دی او هر څه ته د ګټي او تاوان له نظره ګوري. هغه چي په افغانستان کي د خپلو پوځونو شتون او ښکېلتيا سل په سل کي تاوان بولي، ځکه نو غواړي چي خپل پوځونه له دې هيواده هر څه ژر وباسي. خو څنګه چي دلته امريکايي جنرالان خپلي ځاني او نوري ګټي ويني او همداراز د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په شمول پخوانی ولسمشر او نور ډېر مطرح کسان د بهرنيو پوځيانو شتون د خپلو عمرونو د څه اوږدېدو او ځاني ګټو د تامين لپاره حياتي ګڼي او له بله پلوه پنټاګان، استخباراتي سازمانونه، يهود او لوي پانګوال هم خپلي بېلي بېلي ګټي په نظر کي نيسي ځکه نو دوی او د دوی استازي هم له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو د وتلو په اړه ليت ولعل کوي او د سولي په ځنډ راوستلو او د امريکايي پوځونو د په بېړه نه ايستلو نظريې او مشورې ورکوي، چي دا ټول د دې لامل سوي دي چي هم ټرمپ مشوش او چورتي کړي او هم له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو د وتلو په هکله نور ډېر چارواکي زړه نازړه او حيران کړي .

له بله پلوه چي دا ټول ياد سوي قوتونه له امريکايي پوځيانو څخه د افغانانو کرکو او انزجار او د هغو پر ضد د طالبانو ورځ تر بلي کاميابيو ته وګوري نور هم سربداله سي، له ډېري سربدالۍ څخه د حل لار ځني ورکه سي او هغه د حوشال خان خټک خبره يې مصداق سي چي وايي:

لاتر اوسه يې ماغزه پر کرار نه دي

چا چي زما سره وهلی سر په سنګ دی.

په هر صورت زما درک او نظر دادی چي د افغانانو سره جوړ راتله او له دې هيواده هر څه ژر د پرديو پوځونو وتل او د ټولو پرديو له لاسوهنو څخه لاس اخيستل د ټولو په ګټه کار دی، له دې هيواده نورو ته خطر يو واهي او خيالي اندېښنې يا که سم ووايو پلمې دي. هر افغان چي وپوښتې دا وايي چي موږ هيڅوک نه پرېږدو چي زموږ له هيواده نورو ته تاوان ورسوی او يا يې امنيت وروګواښي او چي موږ ته څوک تاوان ونه رسوي موږ د تېري او تجاوز خلک نه وو او نه يو او ډاډ ورکوي چي له دې هيواده به له خيره پرته هيچاته شر ونه رسيږي. افغانان په خپل هيواد کي د سولي، کرارۍ، کار او پرمختګ ارمانجن دي او دې هيلو ته د رسېدو لپاره هر چا ته د دوستۍ لاس غځوي او وايي :

درخت دوستی بنشان که کام دل به بار آرد «» نهال دشمنی برکن که رنج بی ‌شمار آرد.

نو هيله ده چي ټرمپ خپل تصميم په جرئت سره پلی کړي، د خپل هيواد ګټو ته وګوري، نه د مغرضو او د واک او ګټو له لاسه ورکوونکواو چټي وارخطا عناصرو ډول ډول خبرو او پلمو ته، والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

محترم مولوی صاحب همت سلامونه .
د ناټو او امریکایانو وتلو باندی مو رڼا اچولی، امریکایان او ناټو به ووځی،د ناټو او امریکایانو له وتلو وروسته به د داخلی جنګونه څوک کنترول کوی،
ایا د ګلبدین ربانی مسعود جنګونه به ور څخه جوړ نه شی؟یو ځل بیا به قتلونه شروع نه شی؟
له اوسه علایم ښکاری ،طالیبان وایی چه موږ جمعیت نه منو،او جمیعت طالیبان نه منی،نویو ځل بیا داخلی جنګونو انتظار باید ونه شی؟
زما په فکر باید د دی مسایل هم باید غم وخوړلی شی،

الحاج استاذ بیانزی

په یوویشتمه پیړی کی چه د نظم نوین جهانی د نړیوال حکومت تاسیسولو پروژه نزده وه چه تکمیله شی ، د زمکی د شانشاهی جوړولو د پاره اخری څو پیړی هڅی شوی ، نړیوال سیاسی قدرت یی د دموکراسی په درغلنو ټاکنو ، زر زور او زیور ترلاسه کړی. لږ مقاومت چه شتون درلود هغه په افغانستان او منځنی ختیز کی وو د هغه خوځښت د پاره د سپټمبر یوولسمه رامنځته او په غچ اخستنه یی په افغانستان او عراق برید وکړو دواړه هیوادونه یی په ډیر وحشت اشغال کړل. له عراق وروسته د عربو پسرلی په نوم ټوله عربی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x