ټولنیزه برخه

دهوا ککړتیا

لیکونکی: محمد محسن صادق

ککړتیا هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوند یو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او نا راحتۍ لامل کېږي،ککړتیا ویل کېږي. ککړتیا کېدای شي د کېمیاوي موادو په شکل وي یا د انرژۍ په شکل لکه غږ، ګرمي یا هغه رڼا چې چاپېریال ککړ کړي.ککړوونکي مواد هغه وخت د طبیعي پدیدو له پېښېدو وروسته رامنځته کېږي او هغه وخت ککړتیا ګنل کېږي چې ددې ککړتیا حد له طبیعي شمېرې زیات شي. یا ککړتیا ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ککړې کړي.
په دې ورستیو کې د کابل هوا داسې ککړه شوې ‌ده چې ساه اخیستل پکې ګران کاردی او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا یوازې لوګی وي.
که څه هم په وروستيو څو کلونو کې د اورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې پکې له منځه تللي دي، د هوا ککړتیا کې ځانګړې ونډه لرلې ده، خو پر دې سربېره د حکومت نه پاملرنه او د کابل او ټول هېواد د اوسیدونکو بې ‌باکي هم د هوا په ککړتیا کې خپله برخه لري، چې د بې ‌کیفیته سون موادو بې ‌درېغه استعمال او د خامه سړکونو شتون دا ګواښ نورهم زیات کړی دی.

بلخوا په پلازمېنه کې، د زمکې لاندې اوبو لږوالی او د سپتیک څاګانو ډېروالی چاپېریال نورهم ناولی کړی دی چې د بې شمېره ناروغیو سبب کېږي او په ځانګړې توګه ماشومان له دې حالت نه ډېر زیانمن کېږي.

په دې کې شک نه شته، چې هوا او اوبه د الله جل جلاله لوی نعمتونه دي چې په مونږ یې پېرزو کړي ‌دي او د دې دواړو ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د یو ستر او پاک چاپېریال په میراث پرېښودل زمونږ د ټولو دنده ده، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې د څلور لسیزو جګړو او نورو عواملو زمونږ ملي او اسلامي احساسات داسې ځپلي دي چې اوس اکثره افغانان یوازې د ځان او د خپل کور تر دروازې فکر کوي او هاخوا د کلي، ښار، ولایت او هېواد په اړه هېڅ د مسؤولیت احساس نکوي، چې دې فکر زمونږ د هېواد ستونزې څو برابره کړي دي.
له بده مرغه د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زمونږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي.اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږی چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو په ژوند خورا منفي اغېزه لري. له بده مرغه د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وروستي رپوټونه ښېي چې تر پنځوسو زرو ډېر افغان وګړي هر کال د هوا له ککړتیا څخه د راولاړېدونکو ناروغیو له کبله مري. همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تنفسي ستونزو له کبله د افغانانو د مړینې کچه د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده.د ځینو تولید شوو توکو سوځول، ډېر مضر زهرجن غاز هوا ته استوي چې د انسان روغتیا ته تاوان رسوي.
د تودوخې یا پخلي لپاره په کورونو کې د لرګیو سون، په موټرونو کې د ټيټ کیفیت لرونکو تېلو کارول او په عامه ځایونو یا کارخانو کې د لرګیو او د ډبرو سکارو سوځول، هغه څه دي چې هوا ککړوي او ډېری زهرجن غازونه لکه کاربن مونو اکسایډ، نایټروجن ډایکسایډ، بینزو پایرین او ډایوکسین پیدا کوي چې وروسته د راز راز تنفسي ناروغیو تر څنګ د سرطان، زړه، پوستکي او رواني ناروغیو سبب هم ګرځي.
یوازې په کابل ښار کې نه بلکه د هېواد په ګوټ ګوټ کی په کورونه کې د کانالیزاسیون سیستم ته لاس رسی خو نلري او ټول کورونه او دکانداران خپلې ناپاکې اوبه د ځمکې پر سر بهوي چې وروسته د ځمکې له لارې لاندې د اوبو سرچینو ته او یا لویو سیندونو ته لار مومي.
همدا راز په کورونو کې د تشنابونو څاګانې په غیر معیاري ډول کیندل کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره یې چټل مواد د ځمکې لاندې له اوبو سره ګډېږي.راتلونکي نسلونه باید د چاپېریال د ککړتیا او ورڅخه له راولاړېدونکو ستونزو وژغورل شي.

تر ټولو خطرناک د لویو روغتونونو ګند، د کارخانو کیمیاوي مواد او د کثافاتو امبار دي چې له پاکېدو پرته زمونږ د اوبو سیستمونو ته داخلېږي او په پایله کې یې پاکې اوبه مردارېږي چې له یوې خوا په اوبو کې د شته موجوداتو ژوند ته ګواښ جوړوي او له بلې خوا همدا چټلې اوبه د هېوادوالو د مرګ سبب ګرزي.

په کابل کی د نفوسو شمېرپه ډېره کمه سیمه کی ډېر زیات دی، چې دغه د نفوس ډېروالی ددی باعث ګرځېدلی چې د کابل غرونه، غونډۍ او شنې ساحې په مسکونه سیمو تبدیلي شی. د کابل ښار د چټلو اوبو او موادو د اېستلو لپاره کوم سیستم موجود ندی چې له دی امله دغه چټلي په کوڅو کې د ویالو د بندېدو سبب ګرځي او په باراني ورځو کې د باران اوبه دغه چټلي سرکونو ته انتقالوي، چی وروسته د خلکو او موټرو د ګرځیدو له امله دغه چټلي د پوډر شکل ځانته اختیاروي او کله چې خټې وچې شي دغه پوډر د موټرو او باد په وسیله هوا ته پورته کېږی. چی وروسته یې مونږ ټول تنفس کوو. چې دعامه روغتیا د وزارت د راپور له مخې کابو ۸۰٪ سلنه ناروغان د کابل روغتونونو کې دهمدې ککړې هوا د تنفس کولو او ککړو اوبو د څښلو له امله دي.

په ښارونو کې د هوا ککړتیا لاملونه:

• د نفوس زیاتوالی.

• د غیر معیاري تېلو نه کار اخیستنه.

• د ډبرو سکرو او لرګیو استعمال د پخلي لپاره او په ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره.

• د پلاستیکو، سوي مبلینو، ټیرونو او ډیزلو نه د سوزیدلو لپاره ګټه اخیستنه.

• په ډېرو وختونو کی د برېښنا د نه موجودیت له امله د جنرېترونو نه ګټه اخیستنه.

• د ځنګلونو او د ونو پرېکول، د شنې سیمې کمېدل او د زراعت له منځه تګ.

• د وګړو ناغېړی. د خپلو کورونو خځلې او نور ګند په خلاسه ساحه کې غورځول.

• ډېر ګرد جن سړکونه.

• په ښارونو کې د موټرو ګنګونه چی د نړیوال معیار نه ټیټ دي چې په نوره نړۍ کې دا شان موټر د ګرځېدو اجازه هم نه لري.

د هوا د ککړتیا یو سم ستراتیژیک پلان ته اړتیا ده لکه:

• چې په ټینګه د ټیت کیفیت لرونکو تېلو سول په موټرو او جنرېتورونو مخنیوی وشي.

• په کورونو او حمامونو د اوبو ګرمولو په بخاریو کې ککړوونکي د ډبرو ذغال منع کړای شي.

• د ځمکې لاندې اوبو نقشه کول او مدیریت په ښارونو او په تېره بیا په ککړ شوو ساحو په عاجله توګه ترلاس لاندې ونیول شي

• د حفظ الصحه محیطي، د څاګانو څخه د انساني فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره او د ځمکې د اوبو د سم مدیریت لپاره قوانین، مقررات او لوایح جوړ او په ټینګه پلي شي.

• د ښاري ترانسپورت لپاره په معیاري ډول د سړکونو پاخه کول.

• د بارانونو څخه د راولاړو شوو سېلابونو اوبه ښه مدیریت کول.

• په ښارونو کې د فاضله موادو د ټولولو، انتقال، پروسس او مدیریت سم سیستم جوړول.

• به ښارونو کې شنې ساحې، ونې او بوټي ډېرول او په ژمنتیا ورته پاملرنه وکړي او ښه یی وساتي.

• عامه پوهاوی تر ټولو لومړۍ درجه لري چې په جمعاتونو ، ښوونځیو ، ټلوېزون او راډیو لارې خلکو ته د هوا ککړتیا لاملونه معرفي کړي.

نو راځئ چې ټول په ګډه ځان مسؤول وګڼو او هغه څه مو چې په وس کې وي او کولای شو د هغه په واسطه د هوا ککړتیا او چاپېریال مخه ونیسو، نو باید هغه په کار واچوو او پرې ‌نږدو چې راتلونکي نسلونه مو له پاکو اوبو او ښکلې او تازه هوا نه بې برخې پاتې شي.
پای

په درنښت
۲۴/لیندی/۱۳۹۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زمونږ د هيواد محيط او ټولنه بيا وحشي يرغلګرو او د دوی مفسدو لاسپوڅو ککړ کړی دی،،، که خدای ﷻ له دې ژونديو ککړتياوو خلاص کړو نو ليرې نه ده چې پاته ککړتياوې به په اسانه له منځه لاړې شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x