د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو‌ ځینې علتونه / دویمه برخه

(عبدالله وردک)

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو، یو بل علت د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله ده. د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ، دغه لوی واټن ددې سبب شوی دی، چې د مسلمانانو بشري او علمي پانګه، په ۲ برخو سره ووېشل شي، او بیا دغه دواړه علمي پانګونې، د یو او بل په ضد وکارول شي. که چېرې ښه په غور سره ځیر شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې په ریښتیا سره د اسلام مخالفینو له دغې نقطې څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړېده.

د پوهنتون محصلین د مدرسو شاګردانو ته، او د مدرسې شاګردان د پوهنتون محصلینو ته، په ښه سترګه نه ګوري، او د اسلام مخالفینو په آسانه توګه د مسلمانانو علمي او بشري طاقت په ۲ برخو تقسیم کړی دی. حقیقت خو باید داسې وای، چې دغه دواړو ډلو، د اسلامي ورورګلوۍ او مینې لاسونه، یو او بل ته ورکړي وای، یو د بل موجودیت یې د زړه له کومي منلی وای، او دواړو په ګډه د اسلامي نظام د منځ ته راوړلو دپاره کار کړی وای.

همدارنګه، د علم ډول ډول تعریفونو هم، یوه اندازه مشکلات او جنجالونه په دغه برخه کې منځ ته راوړيدي. ځینې یوازې دیني علم ته علم وایي، او د مکتب علم ته علم نه وایي. دغه ډله خپل شاګردان، یوازې همدغه دیني علم ته هڅوي، او نور علم ورته بې قدره معرفي کوي، او حتٰی مخالفت یې هم کوي. د یادولو وړ ده چې همدغه ډول خلک چې یوازې دینى علم ته علم وایي، په بازارونو کې د خپلو ځانو او دوستانو د پاره اصلي جاپاني شیان خوښوي. هېڅکله به هغوی وطني محصولاتو ته، د خارجى محصولاتو په مقابل کې، برتري ورنکړي. دغه ډله به هر وخت په دغه کوښښ کې وي، چې ښه چاپانی او یا جرمنی موټر ولري، د متحده اماراتو په الوتکو کې د حج او عمرې سفرونه وکړي، ښه نوی آیفون موبایل ولري. ډېره د تعجب خبره خو داده، چې د هغه په درلودلو سره افتخار هم کوي. هېڅکله په دغه فکر کې نه وي چې د دغه ښه شي د جوړولو علم حاصل کړي.

ډېر پخواه، د محمد ظاهر شاه په وخت کې، چې زه یو ځوان هلک وم، د مشرانو مجلس ته مې چای او ډوډی وروړله. کشرانو خو باالکل د خبرو کولو حق نه درلوده. په هغه مجلس کې یوه عسکري صاحب منصب په ډېر افتخار سره دغه خبره کوله، چې الله(ج) دغه کافران د مونږه مسلمانانو د خدمت د پاره پیدا کړي دي، دوی یو شی په څومره سختۍ جوړوي، او مونږه ته یې، الله(ج) په تیاره راکوي. ددغې خبرې په اورېدلو سره، زه په زړه کې ډېر خفه شوم، ما له ځانه سره وویل، چې یا الله(ج)! چې دغه د مونږه د ملک د یوه عسکري صاحب منصب فکر وي، نو دغه ملک به څرنګه جوړ او آباد شي؟. مونږه ټولو ته لازمه ده، چې د خپل ژوند په چاپېریال کې فکر وکړو، او وګورو چې د دغه ژوند د ضروریاتو څخه څومره مونږه پخپله جوړ کړي دي؟. که له خپله ځانه ټول پردي شیان لرې کړو، شاید لوڅ لغړ پاته شو، ځکه چې هېڅ کوم شی مو پخپله ندي جوړ کړي.

هېره د نه وي، چې هغه بله ډله چې شپه او ورځ د بل چا لاسته راوړنې په بَړه، بَړه په هر مجلس کې یادوي، او خپل ځانونه د ساینس او تکنالوجۍ پلرونه ګڼي، حال داچې، همغه نفرو د طوطي په شان یو څو خبرې زده کړې وي، او غټې غټې خبرې کوي، او هغوی د خپلو خبرو په معنٰی هم نه پوهېږي. دغه ډله خلک بیا دیني علم ته علم نه وایي، او هغه د وخت ضایع کول بولي، او هغه خپل اولادونه او ملګري یوازې د مکتب علم ته هڅوي. دغه دواړه ډلې ددې پرځای چې د یو او بل موجودیت ضروري وګڼي، یو د بل په ضد په پټه او ښکاره تبلیغ او فعالیت کوي، او یو د بل د له منځه وړلو هلې ځلې کوي. همدغه وخت دی چې د اسلام مخالفین نور د فساد په غونډۍ کرار ورته کېني، او دوی لکه د ګور چنجي یو او بل سره خوري.

ښه خبره خو داده، چې دواړو ډلو ته اشد ضرورت شته. دغه دواړه ډلې د بدن د ۲ لاسونو او یا ۲ پښو، او یا ۲ سترګو مثال لري. هغه څوک چې یو لاس، یا یوه پښه، او یا یوه سترګه ‌ولري، هغوی ته په اوسنۍ زمانه کې معیوب وایي. زما په فکر سره دغه دواړه ډلې ډېرې ضروري دي، او باید دوی خپلې هلې ځلې سره یو ځای کړي، او دغه اوسني بد حالت ته د پای ټکی کېږدي.

د پام وړ ټکي:

وروڼه او خویندې باید دیني زده کړه وکړي، او دا ځکه چې، دغه زده کړه، د حقیقي دین د پېژندلو د پاره ډېره ضروري ده. هغه وروڼه او خویندې چې دیني علم کوي، هغه باید د یوه پېژندل شوي، او منل شوي عالم څخه زده کړه وکړي، د هغه په زده کولو کې ښه زحمت و ګالي، او هغه څرنګه چې لازمه ده، زده شي. دینى عالمان هم، د نورو په شان، باید علمي غونډې او بین المللي سېمینارونه او کنفرانسونه ولري، او په هغو غونډو کې دوی باید یو له بل څخه د ضرورت په وخت کې پوښتنې وکړي. د دیني علماو‌و په منځ کې دا رواج پیدا کړي، چې دوی باید یو له بله سره د یوې موضوع په هکله په عامو غونډو کې بحث او پوښتنې وکړي.

هغه بله د ساینس او تکنالوجۍ ډله هم باید د دین په حصه کې د خپل آخرت د جوړولو دپاره لازم دیني علم تر لاسه کړي. دوی باید خپل ځانونه د دین په آساساتو په ښه ترتیب سره پوه کړي، او د حلالو او حرامو پېژندنه  په صحیح توګه وکولای شي. دوی باید د دین کارونه دیني علماوو ته پرېږدي. د دغې ډلې غړي باید کوښښ وکړي چې د ساینس او تکنالوجۍ په حصه کې ښه اعلٰی علم حاصل کړي، ښه زحمت وباسي، او ښه تکړه مسلمان معلم، ښه تکړه مسلمان انجینر، ښه تکړه مسلمان ډاکتر، او ښه تکړه مسلمان ساینس دان او داسې نور …نور… له ځانه جوړ کړي، او خپل دین، خپل وطن، او ټول بشریت ته خدمت وکړي. یعنې دغه دواړو ډلو ته، باالکل ضرورت شته او باید دواړه ډلې یو له بله سره په اسلامي فضاء کې په ګډه کار وکړي.

په پای کې د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج)، د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.

زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com

– انګلستان – دسمبر – ۲۰۱۸

avatar
1 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

عمر دی ډیر سه. زه که ووایم چی عالم نه یم نو ټول فکر کوی چی زه ملا نه یم. خو زه ملایان ته وایم: طنوالو ملایانو: د دی آبت نه هدف څه دی؟ بقره ۲۹: هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ… ترجمه: همدی (الله) هغه ذات دی چی تاسی لپاره یی هغه څه پیدا کړل چی په ځمکه کی دی،.. ښه، که ووایو چی په مایی څه چی ځمکه کی یی څه پیدا کړی بیا نو همدا ته مولوی صیب پر ما د کفر ټاپه لګوې. ولی که متوجه شو نو الله پاک زمونږ د هوساینی لپاره، زمونږ… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونګ صاحب

زه هم ستا په شان امي يم او د جومات تر څنګ مې عصري زده کړې کړې دي.

تاسو ماته دا وواياست چې د عصري علومو فارغ التحصيلانو له لاسپوڅی او بې دينی پرته کوم خر په خوټه ويشتی دی؟

عصري علوم خو اصل کې ما او تا د ملا تر پام بد کړي دي، د بيت المال په پيسو مو نيمه ګور زده کړو سره تر ټولو لومړی په دين او معتقداتو بريد کړی دی.

ته صبر، ان شاءالله همدا ملا به له مااو تا په تکنالوجئ کې هم سبقت اخلي.

لونګ
میلمه
لونګ

ګرانه غوربندی صیب: ته چی هر څه ماته وایی وایه. قسم می په الله چی کله زه د ملا خلاف خبره کوم او بیا تا غوندی یو کس پیدا کیږی ماته په کلکه ژبه یا په توهین آمیزه سره ځواب راکوی او ما ته دهغه ساده توب او مسلمانی تر سترګو شی، نو په الله قسم چی په زړه کی می ورته مینه راځی او په سترګو کی می ورته ژړا. څومره خوږه خبره دی وکړه: َ(صبر، ان شاءالله همدا ملا به له مااو تا په تکنالوجئ کې هم سبقت اخلي). په خوله دی برکت سه. الله دی وکړی. که… نور لوستل »