افغانستانخبرونه

ارګ: اشرف غني هم د خپلې فسبوک پاڼې کمنټونه لولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): ټولنیزې رسنۍ د ملت او حکومت تر منځ د اړیکو، د نظام د پټو څخه د خبرېدلو او د نظرونو د تبادلې تر ټولو مهم آلات دي، په افغانستان کې ټولنیزې په ځانګړې ډول برېښنايي رسنۍ یې ډېره مخینه نه لري، خو په دې وروستیو کلونو کې یې ډېره وده کړې اوس تقریبا هر دریم افغان برېښنايي رسنیو ته لاسرسۍ لري  او د ورځې زیاته برخه وخت دلته تېروي، دوی دلته په سیاست، ادب، علمي او ورځنیو پېښو غږېږي خو د سیاست لوستونکي یې ځکه زیات دي چې، تېرو څو لسیزو جنګ او جګړو له افغان ماشوم څخه تر بوډا سړي پورې ټول د سیاست په مسایلو پوه کړي او علاقه لري څو د خپل وطن په اړه له نورو یو څه واوري او یا خپله یو څه تحلیل کړي.

د سیاست په برخه کې افغان فعال ځوانان د موجوده نظام په چارواکو  توندې نیوکې کوي او کله کله خو خبره آن ښکنځلو ته هم رسېږي، ځینې وختونه بیا په چارواکو طنزیه نومونه اېښودل کېږي چې ځینې ځینې یې ډېر مشهور شي،  په دې برخه کې د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» هم نه دی پاتې شوی، دی هم په فسبوک کې د  «زرکلن» او «زرګل» په نومونو مشهور دی او په فسبوک پاڼه یې د بدو ردو وار نه کېږي.

اوس تازه جالبه داده چې  د اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي له «هشت صبح» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي «ولسمشر هم د خپل فسبوک کمنټونه لولي او په فارغ وخت کې غواړي د خلګو نظرونو واخلي».

د هغه فسبوک پاڼه چې تر یو نیم میلیون زیات خوښوونکي تر هر انځور او لیکنې لاندې یې زرګونه خلګ تبصرې کوي او په اړه یې خلګ خپل نظرونه څرګندوي

موږ راځو فسبوک ته سر ورښکاره کوو او د اشرف غني په فسبوک پاڼه چې ډېره کمه تازه کېږي یو څو کمنټونه لولو

د ښاغلي غني په پاڼه داانځور  د «اکتوبر» میاشتې په ۲۱ نیټه خپور شوی چې اشرف غني پکې لوکسه توره کورتۍ اغوستې او مخ ته یې یو کاغذ ایښی

لاندې ترې د عبدالصبور عمر په نامه یو تن لیکلي «تر تا بیکاره،لیونی، درتن او کمزوری باچا د افغانستان په تاریخ کې نه وو راغلی»

د لیاقت لایق په نامه یو بل کس لیکلی «خدای دې دا دوره ژر ختمه کړه نور»

د خالد مبارز په نامه یو بل تن بیا ولسمشر ته د لیوني خطاب کړی او په وردګي لهجه یې لیکلي «څخلې یې لیونیه»

د جاوید ستانکزي په نوم یو بل کس بیا لیکي «خدای دې تباه کړه زر کلنه»

د سیف الرحمن خان په نامه یو بل تن لیکلي چې «د قانون په حاکمیت او امنیت کې صفر ولسمشر یې، عام مظلوم بې ګناه افغانان دې په اشغالګرو هغه تا سره چې همېشه ناست وی دربدره کړه»

د حمدالله فطرت په نامه یو بل فعال ورته لیکلي «ستا لاسونه ددې ولس په وینو سره دي، ستا سره د ولس محاسبه رانږدې شوې».
د ضیاء خان په نوم یو بل فسبوکي ورته لیکلي «ته یو دروغجن انسان یی تا ویل چی زه به ټول پروټوکولونه ختموم نن ستا د لاسه په سلګونه مسافرین اذیت شول او مونږ د قندهار له تللو محروم شولو او تا جناب فوق العاده تیاره دربست کړه او لاړی قندهار ته د الله حضور کی به دی ګریوان ته لاس در اچوم انشاالله»

د جان محمد په نامه یو بل فسبوکې بیا اشرف غني چلنج کړی « که واقعا ته د افغانستان د خلکو 17 مشر يې ،نو ته به د کونړ د مظلوم ولس پوښتنه وکړئ. په چلینج درته وایم ته یې فقط وغنده»

او الفت الله قدیرزی بیا کاږي « نه دې غواړو!
ملت مو په وینو رنګ دی، او ستا خوله یی په تار ګنډلې ده لږ خو احساس پیدا کړی اخر خدای ته ورتګ لرې، هلته به بیا رب ته سه ځواب ورکوی».

په دې سربېره سلګونه نور کمنټونه هم شته چې په ډېرو کې یې بد،رد لیکل شوی او نن ټکی اسیا یې دلته له خپرولو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ja mustaghni

یو متل ده زرو په قدر زرګر پوهیژی هر هغه څوک چی مشران یی غلامان تیر شوی وی نو د باباپه ذد به منفی لیکنی کوی (ژوندی دی وی #غنی بابا )

هوتک

والله که یې سر د زرګر وي

توکل

جا مستغانی صاب، اوس نو ستا په نظر غنی بابا غلام ندی ندی؟ تعجب دی ستا په د ذرګری، دا ذرګری د ستا مبارک وی.

غ.حضرت

اصلاً خبره بله ده.
که دا غیر علمی متل ( د زرو په قدر زرګر پوهېږی) ومنو نو دا هم باید ومنو چه وولس دی چي د زرو او طلا حیثیت لری نه فلانی مشر بناً دا مشر یا مشران دی او همدارنګه دا غربی استعمارګران دی چي باید زموږ د خلګو او خاوری په قدر پوه شی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x