نړۍ

عمر پټیک پاکستان کي ونیول شو

umer_patik_secnond_pictureنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۱) اسلام اباد: پاکستاني چارواکو خبر ورکړیدي، چي دامریکي داستخباراتي شبکي سي آي ای، په مرسته یی عمر پټیک نیولیدي، څيړونکي وایی، دعمر پټیک نیول به په سویلي اسیاکي دجمعیت الاسلامیه ویره اچونکي ګوند لپاره کوم چي په سیمه کي په ډیرو وژونکو چاودونو کي لاس لري یو ملاماتونکي ګذاروي، دوو پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي چي دسی آي ای له لوري پاکستاني استخباراتي شبکي آی ایس آی ته خبرورکول شوی وه، چي عمر پټیل پاکستان ته راتلونکي دي خو نوموړي زیاته کړه، دعمر پټیک نیول کیدل یواځي او یواځي دپاکستاني استخباراتي شبکي آی ایس آی له لوري ترسره شویدي، دنوموړي په نیول کیدلو کي دسي آي ای هیڅ رول نه وو.
پاکستاني چارواکو دا څرګنده نکړه، چي نوموړي دپاکستان په کومه سیمه کي او څه وخت نیول شوی وه، خو دفیلپین هیواد خبرورکړیدي، چي عمر پټیک دروان کال دجنوري دمیاشتي پر ۲۵ تاریخ باندي له یوه پاکستاني کس سره یو ځاي نیول شویدي، اوګمان کیږي چي پاکستانی کس به دنوموړي ساتونکی وي، دعمر پټیک پر سرباند لس لکه ډالره انعام اعلان شوی وه، دانډونیشیا دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکي جنرال سومارټو خبري رسنیوته ویلي مونږ څو ورځي مخکي خبر شوي یو چي عمر په پاکستان کي نیول شویدي، اوپه پلان کي لرو چي پاکستان ته یوه پلاوي ولیږو ترڅو ثابته کړي چي نیول شوی کس رښتیاهم عمر پټیک دي او که نه، نوموړي ویره وښوده! زه دي خبري ته حیران یم چي څرنګه پټيک وکولاي شول چي له دومره نړیوالو پولو څخه تیرشي او اسلام اباد ته دي ورسیږي.
پټيک چي ۴۰ کاله عمر لري په تیرو ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلنوکي یی له کم وزیات ۳۰۰ نورو د سویلي اسیا له اورپکو سره یوځاي په افغانستان او پاکستان کي وخت تیر کړيدي چي وروسته یی په ګډه دسویلي اسیا دجمعیت الاسلامي په نامه سره دګوند بنسټ کیښود، له ۲۰۰۲ کال څخه راپدي خو ا دانډونیشیا حکومت دجمعیت الاسلامي ګوند ډیړی غړی یا خو وژلي او یاهم نیولیدي، خو عمر پټیک چي دګوند یو ډیروتلی اوتکړه غړي وه تراوسه پوري نادرکه وه، له بله لوري پاکستاني چارواکو ویلیدي چي عمر تراوسه پوري ترپوښتنو اودرویږنو لاندي دي اوله پوښتنو او تحقیقاتو څخه وروسته دا زمونږ سیاست دي نیول شوي کس دنوموړي خپلي اصلي ټاټوبي ته لیږو، اودا څرګنده ده چي نوموړي به په اخیرکي دانډونیشیا هیواد ته وسپارو. دپاکستاني استخباراتو یوه لوړرتبه چارواکي زیاته کړه څرنګه چي امریکنی استخباراتي شبکه سی آی اي دپاکستان له استخباراتي څانګو سره نژدي اړیکي لري، ارومرو به دا غوښتنه وکړي چي تر عمرپټیک پوري ځانونه ورسوي، نوموړي زیاته کړه دابه صرف په هغه صورت کی ممکن وي چي دانډونیشیا استخبارات موافقه وښیی، او زیاته یی کړه  دامریکي او انډونیشیا استخبارات لا له پخوا څخه یو له بل سره ښي اړیکي لري.
دعمر پټیک یو نژدي ملګری چی همبالي نومیدي  دبالي دنایټ کلب په بمي چاودنو کي یی لاس درلود په  ۲۰۰۳ کال کی په تایلنډ هیواد کي نیول شوی وه، چي وروسته بیا امریکایانو ته سپارل شوی وه، نوموړي تراوسه پوري په کیوبا کي بندي دي، دهمبالي پرسر ترډیره وخته دانډونیشیا هیواد امریکایانو ترمنځ شخړه روانه وه، انډونیشیا غوښتل ترڅو نوموړي وانډونیشیا ته وسپارل شي اوپه خپل هیواد کي محکمه کي شي،چیري چي دده رنګه نورډیر وسلوال نیول شوي اومحکمه شویدي، خو امریکایانو دانډونیشیا غوښتني ونه منلي او تراوسه پوري په ګوانټانامو بي کي بندي دي.
په انډونیشیا کي دامریکي سفیر سکاټ ای مارشل رسنیو ته ویلي، ترکومه ځایه چي زه خبریم دعمرپټیک په نیولو کي نه سي آی ای  لاس درلود اونه هم له سي آي ای سره بندي دي ، هرڅه چي شویدي هغه یواځي اویواځي دپاکستاني استخباراتو له لوري ترسره شویدي.
بخت الرحمن بخت……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x