د کونړ په فاجعې کې د امریکايي ځواکونو مشورتي رول

 د نن ټکی اسيا سرليکنه 

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د وژنې وروستۍ فاجعه د ولسي خلګو، مدني فعالانو ، پارلماني استازو او بشري حقونو د کمیسیون د توند غبرګون را پارلو لامل شوې ده.

په ولسي جرګې کې د کونړ د استازي غلام سخي مشواني د وینا په حواله د تیرې پنجشنبې په شپه امریکايي او دولتي ځواکونو د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په چوکام کلي باندې د برید په مهال په دې کلې کې تر ۵۹ تنه زیات ولسي وګړي
وژلي چې د هغوی له جملې څخه یې ۱۲ تنه ماشومان او ۸ تنه میرمنې دي.

په پیل کې د فاجعې په وړاندې هم دولتي چارواکي او هم بهرني ځواکونه خاموش وو ، خو په رسنیو کې د یادې فاجعې تر انعکاس وروسته د دفاع وزارت ویاند مجبور شو چې د یادې پیښې په اړه غبرګون وښيي.

سره له دې چې د کونړ وروستي فاجعه د بیوزله ولسي وګړو په تیره د معصومو ماشومانو او تور سرو خلاف یو ښکاره بشري جنایت دی خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید هڅه وکړه په یوه ډول نه یو ډول د دغه جنایت توجیه او په عامه اذهانو کې د دغه درانه جنایت د کم ښودلو په غرض د پیښې د نمایشي څیړنې تر سره کولو اعلان وکړ.

هغه بي نتیجې څیړنې چې له تیرو اوولسو کلونو راهیسې په مسلسل ډول تر سره کیږي خو پایله یې هیڅ نه تر سترګو کیږي.

دولتي دروغجن ویندویان په داسې حال کې د کونړ د ویرجنې فاجعې د څیړنې خبره کوي چې تر دوۍ وړاندې په ولسي جرګې کې د کونړ استازي غلام سخي مشواڼي او د کونړ د ولایتي شوری غړي عبداللطیف فضلي د پیښې ټول بهیر له رسنیو سره شریک کړی او د بهرنیو او دولتي ځواکونو په لاس یې د بیوزله ولسي وګړو ، ماشومانو او تور سریو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د کونړ په ویرجنې پیښې کې بل هیښوونکی خبر دا دی چې د هغې په اړه د ګډ حکومت او د هغه د بهرنیو حامیانو خبره هم یوه نه ده، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویان وايي چې په دې جنایت کې ورسره د دوی بهرنیو ملاتړو (امریکایانو) هم ګډون درلود، خو د بهرنیو ځواکونو ویاند رسنیو ته د لیږلې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې یاد عملیات (جنایت ) د دوۍ په مشوره د داخلي ځواکونو په مټ تر سره شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د