پاکستان: د «۲۰۱۹»کال تر پایه، په ډیورنډ غځول کېدونکی اغزن سیم بشپړوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان فوځ وايي، په افغان سرحد پیل شوی اغزن سیم د ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړوو.

د پاکستاني فوځ ویاند او له فوځ سره د عامه اړیکو د ادارې مشر، جنرال اصف غفوري په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې،  د ۱۲۰۰ کلومتره اوږدوالي له ډلې په ۸۰۲ کیلومتره ځمکه اغزن سیم غځول شوی  او په دې لاره کې د جوړېدونکو ۸۴۳ پوستو له ډلې  څخه   د ۲۳۳ پوستو د جوړېدو کار بشپړ شوی دی.

دده په وینا،فوځ بیړه لري څو دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي،چې له امله یې دوی په دې برخه کې  کار تېز کړی او تمه لري چې د راروان کال تر  پایه پورې به یې کار بشپړ شي.

دی زیاتوي چې، د اغزن سیم غځول د دواړو هیوادونو د سوله ئیزو خلګو لپاره ګټه لري او د ترورستانو د مخنیوي لپاره غوره ګام بلل کېدای شي.

یاده دې وي چې د ګډحکومت په لومړیو کې ، ددې حکومت یوه مشر «اشرف غني» له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تر څنګ په ډیورنډ کرښه هم معامله وکړه، څه موده وړاندې د امنیت شورا پخواني سلاکار  «حنیف اتمر »وویل چې «په ډیورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو توافقنامه یې، د اشرف غني په خوښه له پاکستاني جنرال سره امضاء کړې».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

پاکستاني چارواکو! نن چي هر څه کوئ دغه د دښمنۍ اغزي د مهال د جبر له امله د بې وسو افغانانو پر ټټرونو جګ کړئ، بيا چي موږ ته خدای جل جلاله موکه په لاس راکړه درسره ګورو به.