پر ډېورنډ فرضي کرښه تر دوه سوه ډېرې پوستې جوړې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پاکستاني چارواکي وايي د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پوستو جوړولو او اغزن تار غځولو لړۍ دوام لري.

د پاکستان د پوځ ویاند جنراف اصف غفور وايي تر اوسه پورې ټولې ۲۳۳ پوستې جوړې شوې دي چې لا يې هم کار روان دی.

د پاکستان پوځ اعلامیې هم لیکلي، پر دې کرښه به ټولې ۸۴۳ پوستې جوړې شي او اغزن تار به هم دوام لري.

د سرچینې په وینا د راتلونکي میلادي کال تر ډسمبر پورې به چارې په پوره ډول بشپړې شي.

د ګډ حکومت له پیله پر دې جنجالي کرښه چې ولس يې د پولې په حیث منلو ته تیار نه دی، د پاکستاني ملېشو او پوځ له لوري تاسیساتو زور اخیستی او حکومت يې هم پر وړاندې چوپه خوله دی.

حکومت کې د ننه امنیتي سرچینې مني چې د حکومت مشرانو پر دې کرښه معامله کړې او د «رسمي پولې» په توګه يې منلې ده.

ډېورنډ فرضي کرښه چې ټول ۲۶۱۱ کیلو متره اوږدوالی لري، د ګډ حکومت په لومړیو کې فاروق وردګ چې اوس په پارلماني چارو کې د دولت وزیر دی، ومنله چې دا کرښه د ۷۰ میلیونه ډالرو په بدل کې د «رسمي پولې» په توګه پېژندل شوې ده.

افغانستان کې د «لوی افغانستان» په نوم درې سیاسي- مدني جریانونه شته، چې ظاهراً یې شعار د دې کرښې د رسمیت پر ضد دی، خو په یاده معامله کې تر اوسه چوپه خوله دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د