
یوناما په کونړ کې ملکي تلفات څېړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه د کونړ په شېګل ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملګرتیا پراخه ملکي مرګژوبله واړوله.
ځايي سرچینې وايي چې د دې ولسوالۍ په چوګام، برغنډو او سوکنو سیمو کې چوګام کلی نږدې بشپړ ویجاړ شوی او ټولټال ۶۵تنه ملکي ګړي وژل شوي دي، چې ډېری يې مېرمنې او ماشومان دي.
د کونړ والي عبدالستار میرکوال رویټرز ته منلې چې په پېښه کې اته مېرمنې او ۱۲ ماشومان وژل شوي دي او زیاتوي چې دلته طالبان هم وژل شوي دي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ یوې ویاندې دېبرا ریچردسن بیا د ملکي تلفاتو هیڅ تایید نه کوي او دعوه کوي چې طالب وسلهوال يې وژلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما ویلي، چې دوی ته هم د ملکي تلفاتو راپورونه ور رسېدلي او پر څېړنه يې بوخت دي.
یوناما چې په شپږ میاشتې او کله کله هم کلني راپور کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپروي تر اوسه محدودو هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو تایید کړی دی.
یوناما یوازې کندوز او هلمند کې د هوايي بریدونو په پایله کې د لسګونو ملکي وګړو مرګژوبله تایید کړه، خو شمېر يې تر ځايي سرچینو خورا ټیټ وښود.
د کونړ پېښې خواله رسنیو کې هم توند غبرګونونه را پارولي او حکومت يې د ولس پر وژنو تورن کړی دی.
ځینو شنونکو حکومت تر دې اندازې «مزدور» بللی چې د بهرنیانو له لوري کېدونکي جنایتونه هم پر خپله غاړه اخلي.