
پکتیا؛ اربکیانو د یوې کورنۍ اوو تنو ته مرګژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتیا ولایت مرکز ته څېرمه اربکیانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې د يوې مېرمنې په ګډون يې درې ماشومان وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي.
پکتیا مېشتی فعال او استاد نور احمد عایل له ځايي چارواکو ګیله کړې، چې پر خپله ولس يې سړي خواره مقرر کړي دي.
یاده پېښه د ابراهیم خېلو په سیمه کې شوې، چې ټپیان يې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
ښاغلي عایل اربکیان کوڅه ډب او لوچک یاد کړي او له ځايي چارواکو يې ګیله کړې: «د پکتيا والي شميم خان کټوازي زموږ په سيمه لوچکه او کوڅه ډبه مليشه واکمنه کړې ده چې په ولسي خلکو نښې زده کوي. هره ورځ واړه ماشومان، مېرمنې، سپين ږيري او کورونه په نښه کوي او خلک ځوروي. همدا نن يې يو کور په نښه کړی چې د يوې مور په ګډون، دری ماشومان شهيدان او د کور نور څلور غړي يې سخت ټپيان کړي دي.»

د ګل الرحمن احمدزي په نوم یو تن لیکلي چې دا اربکیان له خوسته راوړل شوي او ډېری يې په نشهيي توکو روږدي دي.
هغه نورا حمد عایل مخاطب کړی او لیکلي يې دي: «خفه کیږې به نه عایل جانه تاسو ابراهیم خیل اول سر کې د خوست پوډریانو ته ډیر خوشحاله وئ ابراهیم خیلو به ویل چی حکومت دلته پوستې اچوي سړک راته پخوي داسې کوي او داسې، د پوستو اخر دا انجام شو اوس خو ژمی دی اوړي کې دې الله خیر وکړي چې څه حالات به راشي تاسو ابراهیم خیل باید نور له خوبه راویښ شئ مونږ هم درسره ولاړ یو دا چرسیان پوډریان باید نور له دې ځایه وشړو.»

د پکتیا ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.