افغانستان

کابل د نړۍ په سطحه د ککړې هوا لومړی ښار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هوا د خرابوالي او ښه والي په اړه یو امریکايي بنسټ د نړۍ په سطحه کابل ښار د ککړې هوا ښار یاد کړی دی.

دا بنسټ چې «Aire Visual» نومېږي، پخپله ویبپاڼه دا څېړنه خپره کړې او کابل يې د ۳۵۳ درجې ککړې هوا ښار بللی، چې نړۍ کې يې ساری نه لیدل کېږي.kabul-p-1

د سرچينې په وینا تر کابل وروسته د پاکستان لاهور، د منګولیا الن باتو، د بنګله دیش ډاکه او د هندوستان نوی ډیلی او کلکته ښارونه خرابې هواوې لري.

همدارنګه د چین درې ښارونه هم د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې راځي.

کابل ښار کې د ککړې هوا علتونه د نفوس ډېرښت، د موټرو، فابریکو او نورو لوګي تولیدوونکو ځايونو ګڼ موجودیت یاد شوی چې د غرونو په وسیله د ښار کلابندۍ پکې ککړتیا لا محدوده کړې ده.

یاده دې وي د ګډ حکومت په ټوله دوره کې کابل ښار رسمي ښاروال نه دی درلودلی دی او یو په بل پسې سرپرست ښاروالان يې اداره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

د دی ککړی هوا سبب هم همدا حنګونه دی. که چیری الله سوله راولی، دا هوا به پخپله صافه شی او ډیری کسان به چی د جنګ له وجی کابل ته کډه شوی بیرته خپل کلی ته ولاړ شی. پدی صورت کی به موټرونه کم شی، بیروبار او کثفاتو کچه به هم راکمه شی او خلکو ته به یو هوسا محیط برابر شی. الله دی وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x