میدان وردګ؛ نیم کال وړاندې مقرره شوې ښارواله، لاهم پر چوکۍ نه شي کېنستلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سیمه ییزو ارګانونو ادارې نږدې شپږ میاشتې وړاندې ظریفه غفاري د میدان وردګ ښارواله وګمارله، خو لا يې هم دنده نه ده پیل کړې.

هغې چې خواله رسنیو کې يې نږدې پنځه میاشتې وروسته ایله خوله چوله کړه، ویلي چې ولایت کې يې زور واکي د کار مخه نیسي او دندې ته نه پرېښودل کېږي.

مېرمن غفاري وايي د اشرف غني د سلاکار حاجي موسی ورور حاجي غلام محمد ورته په لار کې مېخ دی او تر اوسه خپلې چوکۍ ته نه ور پرېښودل کېږي.

حاجي غلام محمد ازادي راډيو ته ویلي، دا مېرمن د فساد له لارې دې پوست ته راغلې ځکه يې کار ته نه پرېږدي.

هغه ويلي، د دې پر ځای د انجینر یاسین په نوم یو بل تن بریالی و، د هغه نمرې ډېرې وې، خو دا مېرمن د فساد له لارې راتګ غواړي.

په وینا يې دا یوازې د ده نه؛ بلکې د ټول میدان وردګ د ولس خبره ده چې فساد دې نه وي.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي دوی يې نږدې شپږ میاشتې وړاندې ظریفه غفاري ته د مقررۍ امر ورکړی، په وینا يې ولایت کې به يې ستونزې حل شي.

د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم وویل، له دوی سره دا مېرمن د ښاروالې په توګه مقرره ده او معاش ورکول کېږي.

هغه ونه ویل چې اوس د میدان ښاروالي څوک اداره کوي او چارې يې څنګه پر مخ وړل کېږي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، نن یکشنبه به يې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.