افغانستان

دايکندي: درې پوستې سقوط شوي او ۱۰ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په دايکندي ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بريدونو کې درې پوستې سقوط شوي او لس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دايکندي امنيه قومندان غلام سخي غفاري رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه طالبانو د دايکندي ولايت «پاتو» ولسوالۍ په تمزان سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل چې تر سهاره يې دوام درلود او په کې ۲ امنيتي سرتيري ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.

هغه وويل چې د تيرې شپې په بریدونو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو درې پوستې هم ونيولې او لاهم پرمخ روان دي.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې په دې سيمه کې د طالبانو فعاليتونه زيات شوي دي او د تيرې شپې په بريدونو کې ډېر مخکې تللي دي او د دايکندي مرکز يو کيلو مترۍ ته رسېدلي دي.

غفاري وويل چې که تازه دمي امنيتي ځواکونه يې مرسته ونه کړي نو جګړه به د ولايت مرکز ته ورسېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x