نظــر

دجالي رسنۍ څه کوي؟؟

ابو ياسر افغان

دا لیکنه مې ځکه ولیکله چې تر څو خپلو خلکو ته د دې دوه مخو شیطاني دجالي رسنیو اصلیت لا روښانه شي، تاسو به ليدلي وي چې کله په افغانستان یا د پېښور په کومه سیمه کې د ښځو اړوند کومه پېښه رامنځته شي، اګر که هغه بیخي عادي پېښه وي بیا هم دغه دجالي رسنۍ ورته پراخ پوښښ ورکوي تر څو خلکو ته ور په زړه کړي چې مسلمانو ټولنو کې د ښځو سره انصاف نه کیږي، یا دا چې هلته ظلم یوه عادي خبره ده، حال دا چې حقیقت بیخي برعکس دی، اسلام دی چې خپل پیروان یې د خپلو او نورو ميرمنو اړوند په ډېر احتياط مکلف ګرځولي دي، طبيعي ده چې ځیني زړه بوږنوونکي واقعې به رامنځته کيږي خو هغه نه د اسلام حکم وي، نه یې څوک د اسلام په نوم کوي، نه په اسلام او ایمان پورې تړاو لري، خو دجالي رسنۍ دي چې کله په یو ډول او کله په بل ډول په اسلامي ټولنو او د مسلمانانو په جامعو کې د ښځو سره د تاوتریخوالي یوه رښتیني او شل درواغجنې واقعې رسنیزي کوي او د سپانسر په مرسته یې تر زیاتو کتونکو او اوريدونکو رسوي، د دې لپاره چې زموږ ځوان او تنکی نسل د دجالي رسنیو دغه زهرجن تبلیغات په ښه ډول وپيژني او پر وړاندې یې محتاط او بیداره و اوسي نو زیاتې مبارزې او جدوجهد ته اړتيا ده.

راځئ ځانونه خبر کړو چې:

په امريکا کې روزانه سلګونه ښځې د جنسي تیریو له امله وژل کیږي، امريکايان هره ورځ په عراق، سوریه، افغانستان او نوره نړۍ کې له سلګونو تر زرګونو ښځې او ماشومان وژني، امريکايي قوم چې د شیطانت او رزالت نه یې تاریخ ډک دی د هغو مشرکینو نسل دی چې خپلې لوڼې به یې ژوندۍ ښخولې، امریکا کې د ښځو حقوق دا دي چې د ټرمپ نه نیولې بیا تر عادي امريکايي پورې مکمل یې پر ښځو په جنسي تیریو پاخه روږدي دي، امريکا او اروپا کې ښځې فقط د جنسي لوبو او جنسي شهوتونو آلې دي، امریکایانو په لسګونو زره بې ګناه ښځې په بیلابیلو هیوادونو لکه افغانستان، پاکستان، عراق، فلسطین، سوریه او…. کې نيولي او بیا یې زنداني کړي څه په داخل او څه په خارج کې، امريکايي ولسمشر آن د خپلو نږدې سلاکارانو او ملګرو ښځې نه دي پريښي جنسي تیري یې پرې کړي، امريکا هغه ډلې هم سپوټ کوي کومې چې د فحشا د عامولو او د ښځو د تښتولو نړيوال بانډ لري، امریکایي قوم د تهذیب او اخلاقو په نوم هیڅ څه نه پیژني او….په دې کې بیا هم د امريکايي رسنیو شيطاني او دجالي خبريالان او نطاقان راشي په پېښور او افغانستان کې یوې عادي پېښې ته آن که چیرته د یوې میرمنې لاس یا ښپه په کومه معمولي پېښه کې زخمي شي هغې ته هم پراخ پوښښ ورکوي، د غیرت په نوم وژنې دوی هغې ته وایي چې کله یو څوک خپله میرمن یا د کور بله ښځه د بدلمنۍ په جرم ووژني، زه هم د دې کار ملاتړی نه یم خو دا چې شرعي حدود نه دي پلي شوي نو هر څوک د خپلو میرمنو او د کور د نورو ښځو د کنترول او ساتلو ذمه وار دی، هغوی پوه شه او خپلې میرمنې یې د امریکایي دجالي رسنیو یې پرې څه؟ کوم امريکايان چې د خپلې مور او خور له حقوقو خبر نه دي او د يوې پردۍ ښځې سره یې توپیر نه کوي نو دا رسنۍ دې د هغو خبرونه نشر کړي، ټرمپ خپله لور ساتلې او جنسي… دا رزیلي رسنۍ دې په هغو خبرې وکړي، دوی ولې یواځې افغانستان او د پېښور د پښتنو او مسلمانانو پسې را لګیدلي دي؟؟ شته داسې څوک چې ځواب راکړي؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x