افغانستان

هلمند: امنيتي ځواکونو د ولسي وګړو دوکانونه سوځولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د شپينو عملياتو په ترڅ کې د ولسي وګړو دوکانونه سوځولي دی.

د هلمند اوسېدونکې وايي چې تيره شپه ددې ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په امر اغا بازار کې دولتي ځواکونو د ولسي وګړو د بيلابيلو توکو دوکانونه لسګونه دوکانونه سوځولي دي او ميليونونه افغانۍ مالي زيان يې ور اړولی دی.

د ګرمسير ولسوالۍ د امر اغا بازار دوکاندارن وايي چې په دغه بازار کې د بيلابيلو توکو لسګونو دوکانونه وو چې ټول يې د امنيتي ځواکونو له لوري سوځول شوي دی او خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ تاوان ور اړولی دی.

بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې د ګرمسير ولسوالۍ په امر اغا بازار کې ټول دوکانونه د تاریاکو وو چې د امنيتي ځواکونو له لوري سوځول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په شپنیو عملياتو کې د ولسي وګړو کوورنه او دوکانونه نړول شوي او سوځول شوي دي چې له ځاني زيان سربيره ورته په لویه کچه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

نږدې درې اوونۍ وړاندې هم د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو بمبار وشو چې له امله يې ۲۳ تنه ښځې او ګڼ نور ماشومان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x