ایا یوازي هغه افغانان د ژوند کولو حق لري چي د اشرف غني د واک په ساحه کي اوسیږي؟

م نعمت الله سابق

د هیواد په لر او بر کي د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو او داخلي افغان مرستندویه عسکرو لخوا یو داسي ناوړه وحشت او ناترسه ظلمونه پیل سوي چي موږ ته د شوروي یرغل وروستۍ غمجیني شیبې رایادوي.

کله چي د شوروي اتحاد سره لښکرونه د افغانستان څخه د وتلو په حال کي وه او د حکومت واک او ځواک یې ټول د هغه وخت خلقیانو ته وسپارل نو ډاکتر نجیب الله د وحشت او ظلمونو داسي دروازې پر خپل مظلوم ولس راپرانیستلې چي بېلګه یې اوس یوځل بیا موږ د اشرف غني په رژیم کي وینو، هر خوا د ولس د بچیانو ویني بهیږي او په غربي وسلو او بمونو د هیواد سمه او غر ټول د اور په لمبو کي سوځي.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي پر یوه کور تر بمبار وروسته چي له امله یې ۲۳ تنه ښځي، کوچنیان او د کور خاوندان په شهادت ورسیدل، دا دی یوځل بیا د کونړ ولایت په شیګل یا شلتن ولسوالۍ کي ټول وژنه رامنځته سوه چي له امله یې تر ۶۵ تنه پوري ښځي، کوچنیان، سپین ږیري او ځوانان په ډېر ظلم او وحشت سره په شهادت ورسول سول، تېره شپه یوځل بیا په سنګین ولسوالۍ کي د امیر اغا په نوم بازار ټول د داخلي مرستندویه عسکرو لخوا سوځول سوی او شتنمي یې د اور خوراک سوي.

اوس پوښتنه داده چي ایا یوازي هغه افغانان د ژوند کولو حق لري چي د اشرف غني د رژیم د واک په ساحه کي ژوند کوي او هغه ولسونه چي دده دواک څخه بهر په نورو سیمو کي ژوند کوي د هغوی ټولو وینه مباح ګرځیدلي هغه که ښځه یا کوچنی، سپین ږیری او که ځوان دی؟

ولي دا بې ګناه ولسونه په دومره ظلم او وحشت سره وژل کیږي، ددوی ګناه څشي ده؟ که د اشرف غني رژیم او دده هغه ځواکونه چي په غربي وسلو سمبال او د خپل ولس د وژلو اعلی تربیه ورکول سوې دا ادعا کوي چي ولي ولسونه طالبانو ته ډوډۍ یا ځای ورکوي نو دا پوښتنه خو باید ددوی څخه وسي چي ولس ولي ستاسو څخه دومره نفرت او کرکه لري چي ستاسو دښمن ته په خپل غیږ کي ځای ورکوي؟

هیواد د یو داسي بحران سره مخ دی چي د هیڅ یو افغان ژوند پکښي خوندي نه دی، د طالب په نوم د هیواد هر وګړی وژل کیږي او په اخر کي یوه درواغجنه او خیالي اعلامیه نشریږي چي ۳۸ تنه د القاعده او طالبانو قومندانان او جنګیالي ووژل سول لکه څرنګه چي د شیګل د ټول وژني وروسته د ۲۰۱ سیلاب قل اردو لخوا خپره سوه، په دې هیواد کي هیڅ داسي یو کس نسته چي ددوی څخه پوښتنه وکړي چي دا نومونه او اعلامیه دي ترکومه بریده حقیقت لري او د وژل سوو کسانو کوم انځورونه یا مصدقه دلایل درسره سته!

هغه ورځ لیري نه ده چي یوځل بیا به دغه مجرمین د قانون منګولو ته سپارل کیږي، ددوی سره به د ولس د هر بچي د وینو حساب کیږي، په ټيټو سترګو به د مظلوم ولس محاکمې ته ولاړ او په خپلو سزاګانو رسیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انشاءالله

لونګ
میلمه
لونګ

د مجرمینو تر نیولو پوری به قیامت راشی. د هغوی نیول داسی ساده خبره نده، خو په یوه عیار شوی او سنجیده سیاست سره به دا کار وشی. او هغه د فانون پلی کول دی چی په ټولو یوشان باید تطبیق شی. اوس کابل کی قانون نشته، که شته خو عملی کیږی نه. زما په اند که چیری صرف دا یوه فقره د شریعت په قانون کی راشی (قصاص) نه به غل وی او نه به قاتل. بله خبره: چا پدی وطن کی ظلم ونکړ؟ له خصومت او کینی څخه څه ترلاسه کیدای نشی. د جنګ لار باید پریښودل شی… نور لوستل »