افغانستان

کندهار: نفوذي پوليس خپل پنځه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يو نفوذي عسکر خپل پنځه ملګري وژلی او يو بل يې ټپي کړی دی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند څارن ضياء درانی وايي چې دا پيښه د ميوند ولسوالۍ خاک چوپان سيمه کې په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل چې له پيښې وروسته نفوذي عسکر له سيمې څخه تښتېدلی او له طالبانو سره يو ځای شوی دی.

بل لورته د کندهارسپين بولدک ولسوالۍ د سروڅانو په سيمه کې د سرحدي پوليسو په يوې پوستې د طالبانو بريد کې ۷ تنه
سرحدي پوليس وژل شوي دي او ۳ نور ټپيان دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي وايي چې د سپين بولدک ولسوالۍ په جګړه کې د امنيتي ځواکونو سربيره طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو ددې دواړو پيښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

…………………..ناحقه………………
وژل کیږم او وژل کومه په ناحقه………… ګناه می معلوم نه دی سوځیږم په ناحقه.
وږی تږی ساتل کیږم په ناحقه……په لارو کوڅوکی په باروتو الوزول کیږم په ناحقه
حق وییلی نه شم خوله می څیری کیږی…کبرجن ته بد وییلی نه شم مغزه باد باد کیږی
حق خو دا دی چه سر باز نه دی وژلو………….طالیب هم نه دی دځورولو او سیزلو……………….غمی،پښتین،سټی کنډو،پکتیا.ګردیز

لونګ

دا د بیغیرتی آخری عمل دی چی یو سړی خپلو ملګرو سره کینی، ورسره جمعه وکړی، په یو دسترخوان ورسره ډوډی وخوری او بیایی ټول ووژنی. پیا افتخار وکړی چی ما جهاد وکړ. داسی کسان طالبانو ته هم وفاداره پاتی کیدای نشی.

اافغان

امریکایی لونګ جانه ! مونږ تاسی نه ګرموو مونږ باور لرو چه تاسی افغان اجیران یا ژباړن هم نه یاست هغه اشغلګر چه پشتو مو زده کړی ده، کله کله مو د پشتو له ادبیاتو او ګرامر معلومیږی هغه مجاهد عسکر رښتونی سرتیری په خاوره، خلکو او خپلواکی مین سرباز دی ځانله په عسکرو کی نه بلکه د کابل د غلامانو په هر دفتر حتی ارګ کی دا دول کسان دستوری خای په خای شوی د وخت انتظار باسی کیدی شی چه ستاسی شاوخوا کسانو کی هم دستوری کسان وی لکه رازق چه یی جهنم ته ولیږو او ستاسی میلر… نور لوستل »

غ.حضرت

لونګ صاحب! همداسی ده لکه ته چه وائې.اصلاً د خپل یو بېچاره وطنوال ساده عسکر یا پولیس وژنه هغه هم په ناځوانانه توګه یو ستر ظلم ګڼل کیږی چه آمرینو او عاملینو ته ئې دنیوی او اخروی بد عواقب په انتظار کی دی.

اافغان

پستین جانه! زه پوهیږم چه تاسی تر پخوا اوس ښه شوی یاست دا ځکه چه امریکا په وتلو او طالبان خپلواکی تر لاسه کوی نو که اسلامی امارت کی ښه دنده ترلاسه نه کړی له محاکمو خو به یی وژغورل شی. اوسنی ډالری د لمسو او کړوسو هم بس دی که د طالبانو اړخ ونیسی هم به دنیا او هم به اخرت خپل کړی . سربازان د فقر اولوږی له امله اشغلګرو زمونږ د ولس او مجاهدینو د وژلو د باره استخدام، روزلی ، معاشونه، وسلی او کارتوس ورکوی چه طالب مجاهدین پری په ناحقه ووژنی دا سمه مګر دا… نور لوستل »

غمی،پښتین

افغان صاحب،سلامونه.
د خپل ملګری په وژلو کی نه جنت شته،او نه دا جهاد دی،زه د ملګری په وژلو جنت ته ځان بوتلل نه غواړم
د جنت حاصلول نوری لاری هم شته،یهودان عیسویان چه ښکار کوی لومړی ،خپل ښکار باندی غږ کوی،
خلاصه په داسی بی عیرته لاره ولله که جنت ته لاړ شم،

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x