ورزش

استرالیا غواړي د افغانستان پر وړاندې څلور ورځنۍ ټيسټ سیالۍ ترسره کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د استرالیا کرېکټ بورډ غواړي د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۲۰م کال کې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي.

د استرالیا کرېکټ بورډ اجرائیه مشر کیون روبرټس وایي چې مونږ په پام کې لرو د افغانستان ملي لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړو.

نوموړي ددې په اړه چې اوس خو افغانستان لوبډله هم د ټیسټ سیالیو نړیوال عضویت لري زیاته کړه، چې د ټیسټ سیالیو لپاره پنځه ورځې مهمې نه دي، له دې وړاندې د درې ورځو ټيسټ سیالۍ هم ترسره شوي.

دغه ډول تېر ۲۰۱۷م کال سویلي افریقا لوبډلې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړې وه چې په دوه ورځو کې دننه پای ته ورسېده، همدا ډول انګلستان لوبډله هم په پام کې لري د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ ټيسټ لوبه وکړي.

د کرېکټ نیکسټ ویبپاڼې څخه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به د ۲۰۲۰م کال نومبر میاشت کې ترسره شي، چې وروستۍ پریکړه به یې په خپل وخت اعلان شي.

اټکل شوې ده چې د افغانستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ به په ۲۰۲۰م کال نومبر میاشت کې پنځه ورځنۍ ټيسټ سیالۍ ترسره شي، له دې څرګندیږي چې څلور ورځنۍ سیالۍ به له یادې تاریخي ټيسټ څخه وړاندې ترسره شي.

افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه چې په کې دوی ماتې خوړلې وه، خو د راتلونکي ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې د ټيسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x