ویرات کوهلي په چټکو ۲۵ ټيسټ سلیزو وهلو دویم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د هند لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی ویرات کوهلي د ریکارډونو په تسلسل کې ورځ تر بلې زیاتوالی راولي، چې د پخوانیو لوبغاړو یو-یو ریکارډ په خپل نوم کوي.

نن د یکشنبې په ورځ ویرات کوهلي د استرالیا لوبډلې پر وړاندې په دویمه ټیسټ سیالۍ کې ۲۵مه سلیزه ووهله، چې د پخواني استرالیاوي لوبغاړي ډان بیډمن څخه وروسته دویم چټک سلیزې وهونکی لوبغاړی شو.

ویرات کوهلي دغه کارنامه په ۱۲۷ ټيسټ پاڼیو کې ترسره کړه، چې له ده وړاندې ډان بریډمن په ۶۸ ټیسټ پاڼیو کې ۲۵ سلیزې وهلې وې، له ده وړاندې سچن ټنډولکر په دویم مقام و چې په ۱۳۰ پاڼیو کې ۲۵ سلیزې وهلې وې خو اوس درېیم نمبر ته ښکته شو.

د استرالیا او هند لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالۍ دوام لري چې ویرات کوهلي د خپلې لوبډلې په ګټه په سخت وخت کې ۱۲۳ منډې جوړې کړې او وسوځېد، خو ټوله لوبډله یې د ۳۲۶ منډو په ځواب کې په ۲۸۳ منډو وسوځېده.

ویرات کوهلي د نړۍ ۲۵م او د هند څلورم لوبغاړی شو چې په ټیسټ سیالیو کې يې ۲۵ سلیزې پوره کړې، همدا ډول نوموړی له ۱۹۹۰م راپدیخوا په استرالیا کې لومړی لوبغاړی دی چې له (۶۳) زیات اوسط لري.

۳۱ کلن ویرات کوهلي چې په ټيسټ کې لومړی مقام لري دویم لوبډلمشر شو چې د خپلې لوبډلې لپاره ۳۴ سلیزې وهي، له ده وړاندې ریکي پواینټنګ په ۴۱ سلیزو وهلو لومړی مقام لري، کوهلي په ننۍ سلیزې سره د سویلي افریقايي ګریم سمیت ۳۳ سلیزو ریکارډ مات کړ چې په خپله لوبډلمشرۍ کې یې وهلي.

یاده دې وي چې د هند او استرالیا لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ سیالیو لړۍ په استرالیا کې پېل شوې چې په لومړۍ لوبه کې هند استرالیا ته د ۳۱ منډو په توپير ماتې ورکړې وه، له دې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو سیریز هم کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د