د ځیرک مبایل استعمال پریږدئ او سل زره ډالر ترلاسه کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکو اوبو تولیدونکي شرکت یو نادره عام اعلان کړی، هر هغه څوک چې د یوه کال مودې لپاره د ځیرک مبایل استعمال په تمامه توګه پریږدي په بدل کې به ۱۰۰ زه امریکایي ډالر ترلاسه کړي.

د «ویټامن واټر» په نوم د پاکو اوبو جوړونکي شرکت په خپله جایزيي مقابله کې ګډون کونکو کسانو ته ویلي دي چې که دوی مسلسل یو کال (۳۶۵ ورځې) خپل ځیرک مبایل استعمال نه کړي په بدل کې به سل زره ډالره جایزه ترلاسه کوي.

ددغې کار کولو لپاره شرکت خپله یوه لاره غوره کړې، چې له ترسره کولو وروسته به خپل ځان راجستر کړئ، ددې لپاره به د خپل ځیرک مبایل ترڅنګ د بل چا مبایل هم نه کاروئ.

لومړی پر ټویټر یا انسټګرام کاونټونو د (nophoneforayear) او (contest) هاشټیګونه کاروئ، بیا به د خپل عکس ورکولو سره د ځیرک مبایل پریښودو لامل لیکئ، که ستاسې پوسټ مناسب، عالي او خندونکی و، دغه شرکت به تاسې د سیالۍ لپاره راغواړي چې وروستۍ نېټه یې د راتلونکي جنوري میاشتې ۸مه نېټه ده خو ګټونکي به د همدغې میاشتې په ۲۲مه نېټه اعلانیږي.

ددغه سیالۍ له شرطونو څخه دادي چې په هماغه ورځ به د ځیرک مبایل استعمال پریښودل کیږي، او سیالۍ کونکي ته به په هماغه وخت د ۱۹۹۶م کال ساده مبایل ورکول کیږي چې سیم کارت او بیلانس به هم د شرکت لخوا ورکول کیږي.

د ویټامن واټر په نامه دغه شرکت د یادې سیالۍ هدف ښایي چې دا سیالۍ په اصل کې د خندا لپاره نه کیږي بلکې د خلکو د ژوند بدلولو یوه غوره لاره ده، په دې سره به ددوی ژوند د ټولنیزو رسنیو او نورو بوختیاو څخه بهر په عملي ژوند تېر شي.

د یاد شرکت ویاند وایي چې ډيری خلک ټوله ورځ د مبایل په استعمال ضایع کوي، په ساعتونو ساعتونو له عملي ژوند څخه ناخبره وي، ددغې عادت له منځه وړلو لپاره یې د ۱۰۰ زرو ډالرو لوړه جایزه وړاندې کړې ده.

د سیالۍ پرمهال به له سیالۍ کونکو پوښتنې کیږي چې د سم ځواب موندلو لپاره به د دروغو نېولو (لايي ډیټکټر) ماشین څخه هم ګټه پورته کړل شي، دوی زیاتوي که چیرې ثابته شي چې یوه کس لږ تر لږه ۶ میاشتې ځیرک مبایل نه دی استعمال کړی هم به د هڅونې جایزه ورکړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د