افغانستان

طالب استازي او خليلزاد متحده عربي اماراتو کې سره ګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې سبا د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۷مه) نيټه د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د طالبانو د قطر د سياسي دفتر استازي له زلمي خليلزاد سره په متحده عربي امارتو کې وګوري.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سبا د دوشنبې په ورځ به په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي او امريکايي استازی زلمی خليلزاد سره وګوري.

مجاهد زياتوي چې د سبا ورځې په غونډه کې به د طالب او امريکايي استازو سربيره د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازي هم ګډون کوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې يو شمير رسنيو خبر ورکړی و چې د طالبانو او زلمي خليلزاد ترمنځ د (دسمبر ۱۷) نېټې غونډه به د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدعیسی خاکسار

اسلام علیکم ورحمت الله

لونګ

دا خو ښه خبره چی دا خبری په قطر کی کیږی. بله دا چی که له افغانستان نه داخل هم باید ځینی کسان لکه قومی مشران، د جهادی تنظمونو غړی، خیر د کابل له حکومت ندی څوک نه وی پکی خو نورو خلکو ته باید اهمیت ورکړل شویوای. طالبان نباید ټول خلک د کابل د حکومت په چوکات کی راولی.

غ.حضرت

په لوبو کی لوبی پیل دی.
سعودی او امارات د قطر سره د سیالۍ پر بنسټ د خبرو د ځای د تغییر څخه خپله ناوړه ګټه پورته کوی.
موږ اورېدلی دی چه د طالب دفتر په قطر کی دی نو اماراتو ته ولی ځغلی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x