افغانستانخبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو بشپړ مهالویش اعلان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي « د ولسمشرۍ ټاکنې به د راروان کال د حمل د میاشتې په ۲۹ نېټه تر سره کېږي».

ددې کمېسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د نوماندانو نوملیکنه به د«جدې» میاشتې له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې به وغځېږي ، همدارنګه خلګ به وکولای شي د «سلواغې» میاشتې له ۱۸ نیټې څخه تر  ۲۵ نیټې پورې د نوماندانو په اړه شکایتونه له دې کمېسیون سره ثبت کړي.

ددې کمېسیون ویاند «عبدالعزیز ابراهیمي» له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې، په دې ټاکنو کې به له بایو مټریک سیسټم څخه کار اخستل کېږي او  دوی دې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري ، همدا راز ده زیاته کړ ه چې، تمه لري د ولسمشریزو ټاکنو لومړۍ پایلې به د ثور په ۲۱ مه نيټه او ورستۍ پایلې به د جوزا د میاشتې په ۲۵ نېټه اعلان شي.

ددې مهالویش سره سم ، نوماندانو ته  د کمپاین لپاره دوې میاشتې وخت ورکړل شوی چې، د دلوې په ۲۸  نېټه به پیل او د حمل د میاشتې په ۲۸ نېټه به پای ته ورسېږي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره مهالویش داسې وخت اعلانېږي چې، تر اوسه لا د ولسي جرګو انتخاباتو پایلې بشپړې ندي اعلان شوي او د کومو ولایتونو پایلې چې اعلان شوې دي زیاتره نوماندان یادې پایلې نه مني او د انتخاباتو کمېسیون په تقلب تورنوي.

یاده دې وي چې د راراوانو ولمسمشریزو ټاکنو لپاره تر اوسه د ګډ حکومت یوه مشر «محمد اشرف غني» او د ملي  امنیت شورا پخواني سلاکار «محمد حنیف اتمر» خپله نوماندي اعلان کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اافغان

دموکراتیکی ټاکنی چه د دموکراسی او سکولریزم په اصولو تکیه لری او ترسره کیږی غیر اسلامی او شرک دی. په اشغال او مستعمره هیواد کی د دوی د دموکراسی له مخی هم سرغړونه ده ټاکنی باید هغو هیوادو کی ترسره شی چه بارنی فوځونه یی څارنه او ساتنه نه کوی او نه یی خبله اردو د پردو له خوا استخدام شوی، روزل شوی تمویل، تجهثیز او د پردو له خوا ورته قومانده ورکول کیږی . د ع او غ په غلامی کی غلامه اداره کی بیا د بلی غلامی اداری غلامی ټاکنی به د افغانستان مظلوم اولس ته د توهین… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x