
سعودي د بن سلمان غندنې په اړه د امریکا د مشرانو جرګې قراداد رد کړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر د امریکا د مشرانو جرګې هغه قراداد رد کړی، چې په کې يې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قتل کې ککړ بللی و.
خو د سعودي د بهرنيو چارو وزير د امریکا د مشرانو جرګې دغه قراداد بې بنسټه او د سعودي په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
د سعودي له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: «د امریکا د مشرانو جرګې وروستی دريځ پر بې بنسټو دلائلو ولاړ دی او سربېره پر دې دا قراداد د سعودي په کورنيو چارو کې لاسوهنه هم دی.»
سعودي دا غبرګون وروسته تر هغه ښودلی، چې تېره اوونۍ د امریکا مشرانو جرګې غړو په خپلو څرګندونو کې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره د سعودي خبريال جمال خاشقجي په قتل کې ککړ بللی و او مشرانو جرګې د رايو په اکثريت د بن سلمان پر ضد قراداد کې پر هغه د بنديزونو غوښتنه کړې وه.
تېره اونۍ د سي ای اې مشرې جينا هاسپل کانګريس ته د خاشقجي د قتل د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي و، چې دغه وژنه کې د بن سلمان په لارښوونه شوې ده او تر هغې وروسته د مشرانو جرګې ګڼ شمېر جمهوري پلوو او ډيموکراټانو سناتورانو د رايو په اکثريت د بن سلمان پر ضد قرداد منظور کړ.
خو ستونزه بيا دا ده، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم د بن سلمان تر شا ولاړ دی او هغه د سعودي رهبر او د امريکا مهم دوست بولي.