نړۍ

کاناډا: له سعودي سره د ۱۳ ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو تړون لغوه کولو هڅه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو ويلي، چې حکومت يې هڅه کوي، له سعودي سره د ديارلسو ميلياردو  ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو تړون لغوه کړي.

لومړي وزير ټروډو د کاناډا «سي ټی وي» ته وويل: «زه هڅه کوم، چې له سعودي سره د ديارلسو ميلياردو ډالرو په ارزښت د ټانکونو او نورو درنو وسلو د پلورلو تړون مخه ونيسو او دغه پرمختللي ټانکونه سعودي ته ور نکړو.»

ټروډو تېره مياشت هم خپلو جنرالانو ته ويلي و، چې د يمن جګړه کې د بشري ناورين د رامنځته کولو او همدارنګه د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې له امله دې له سعودي سره د وسلو پلورلو تړون په لغوه کولو فکر وکړي.

د کاناډا له لوري په سعودي کې د ترينګلي بشري وضعيت په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته د رياض او اوټاوا حالات خړپړ دي او سعودي په دې اړه د کاناډا سفير هم له خپل هېواده شړلی دی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي و، چې د بشري وضعيت په اړه د کاناډايي چارواکو څرګندونې د سعودي په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده.

کاناډايي چارواکي وايي، د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه له خپلو متحدينو سره سلامشورې کوي او په دې اړه به د خپلو ايتلافيانو په مشوره وروستۍ پرېکړه وکړي.

جسټن ټروډو ټينګار کړی، چې د خبريالانو قتل هېڅکله د منلو او زغملو وړ نه دی او له همدې امله د کاناډا حکومت له پيله د خاشقجي د قضيې د بشپړو څېړو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x