ترکیه: امریکا ورته د «فتح الله ګولن» د سپارلو ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وايي «امریکا یې هیواد ته د فتح الله ګولن د سپارلو ډاډ ورکړی».

مولودشا اوغلو تېره ورځ له انګلیسي تلویزون «سي اېن اېن» سره په مرکه کې وویل چې ، ټرمپ د دې هیواد ولسمشر رجب طیب اردغان ته په ارجنټاین هیواد کې د G-20 غونډې په مهال ډاډ ورکړی چې فتح الله ګولن به ترکیې ته سپاري».

۷۷ کلن فتح الله ګولن چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي، ترکیې ته مطلوب دی او د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا د تنظیمولو تورونه ورباندې دي، په دې کودتا کې چې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان پکې ووژل شول د فوځ د یوه ټولي له خوا تر سره شوه خو د رجب طیب اردغان قواوو دا کودتا بیرته شنډه کړه.

تر دې کودتا وروسته څه باندې ۷۰۰۰۰ کسان ونیول شول او ۱۶۰ زره کسان نور له دندو ګوښه شول، ترکیې د کودتا تر شنډېدلو وروسته سمدستي د امریکا د هماغه وخت له ولسمشر بارک اوباما وغوښتل څو فتح الله ګولن ورته وسپاري خو، بارک اوباما دا غوښتنه رد کړه او ادعا یې درلوده چې ترکیې داسې مؤثق اسناد نه دي ورته سپارلي چې په کودتا کې د فتح الله ګولن لاس لرل وښيي.

اوس تازه د امریکا اوسني ولسمشر ټرمپ ، د ترکیې ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې دوی ترکیې ته د فتح الله ګولن په سپارلو باندې کار کوي.

کارپوهان وايي، ټرمپ دا کار په ترکیه کې د وژل شوي خبریال «جمال خاشقجی» په قضیه کې په سعودي باندې د ترکیې له لوري وارېدېدونکي فشار د کموالي لپاره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

بښنه غواړم کوم شی چي لیکئ ترنشرمخکي که یو واربیانظرباندي وشي اوښه تصحیح یې وشي جاوید

عبد الله
مدیر
عبد الله

مننه

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

رښتياچي د امريکايانو دوستي او ملګرتيا په باور نه ده او رښتيا چي امريکايان هغه چا ته چي دوستي ور سره پالي او ملګرتيا يې کوي په سپکه سترګه ګوري او ډېر ارزانه يې خرڅوي، خو هغه چا ته چي دوی يې پېژندلي وي، اعتماد نه پرکوي او ګوښه ځني ګرځي که وکولای سي په ګرانه يې رانيسي. ګولن لکه د امريکايانو د ژمي د لاندي پسه چي ښه يې چاغ کړ اوس يې هم حلالوی او هم به په اور الوۍ کيږي. د سعودي وليعهد دي دا غلط فکر نه کوي چي د ده په ظاهره دوستانو د ده… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

وګورۍ دامریکا اوکفارووفاداری اول یی په فتح الله ګولن اوډلی کودتاوکړه اوس یی بیرته هغوته تسلیموی چه دوی ورته پارولۍ وو،داوود خان دکمونسټانوسره وفاداری وکره فیض محمد یی وزیرداخله مقرر کۍ کمونسټانوڅه ورسره وکړل هم دغه رنګه به انشاءالله داشرفغنی اوکرزی سره کوی،روسیی په ترکی اوامین څه وکړل.عبدالواحداڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

یوه خبره له یاده مه باسی چه انګریزانو په نړی کی تر ټولو شیطان او اوږدمهاله پلانو جوړولو او عملی کولو کی د نړی تر ټولو حتی استعماری قدرتو او قومو مخکښه او پرمخ تللی قوم دی. تر ټولو لوی فارمول یی ( چه نړیوال یی بلانونه تعقیب نه کړی شی ) چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی. اصلی موضع : د ترکیی او اردګان رژیم سره د امریکایانو تعامل تر هغی ډیر مغلق دی چه ښکاره معلومیږی د اربکان په مشری اوسنی اسلامی ګوند وکولای شو تر ډيری کچی د اتاترک ناولتیا… نور لوستل »