د کنړ فاجعه او د باشعوره مسلمانانو مسؤلیت

مفتي عبدالله رشاد افغاني

سوله د هر افغان د زړه ارمان دی، هر مظلوم افغان ورته تږی دی، هر یو د داسي راتلونکي په انتظار شېبې شمیري چې په کور کلي کې یې نه بمبار وي، نه چاپه وي او نه یې په زړونو کې د اشغالګرو وېره او ډار.

دا اولس کاله له اوږدو ربړو، ظلمونو او وحشتونو ګاللو وروسته مو د سولې آواز تر غوږ سو، هیلي مو راوټوکېدلې، چې نور به مو د ژوند هوسایي په برخه شي، خو په دې دوران کې یرغلګر او داخلي غلامان يې پر بې ګناه او بې دفاع ښځو، ماشومانو او عامه افغانانو داسي چاپې وهي او بمبارونه کوي، چې هیڅ سالم بشري فطرت یې د لیدلو او اوریدلو توان نلري.

د کنړ او ګرمسیر پيښي يې تازه بیلګي دي، په روان کال کي اشغالګرو او غلامانو يې 44655 بې ګناه مظلوم وطنوال په شهادت ورسول.

د دغو وژنو په وړاندي د یو مسلمان په حیث زموږ مسؤلیت څه دی؟

که فرض کړو چې دا ډول وحشت شخصاً زموږ پر کور وای؛ څه به مو کول؟ او د دې ستر ظلم په وړاند موږ څه کولای شو؟
د احادیثو په ډیرو روایاتو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمن د بل مؤمن لپاره یو تن بللی، په یو تن کې چې پر سر درد شي، ټول بدن ورسره ناآرامه وي، که پر لاس درد شي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: چې مؤمن د مؤمن لپاره د خښتو حیثیت لري، په دیوال کې یوه خښته په بله سره ټینګیږي، بیا به يې په مثال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو لاس ګوتي په بل کې سره ورکړې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: مسلمانان د یو تن په شان دی، که يې پر سترګه درد شي؛ ټول بدن ورسره نا آرامه وي، او که يې پر سر درد شي، نو هم ټول بدن ورسره بې قراره وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې د مؤمنانو مثال په دوستي، ترحم او عاطفه کې د یو جسد غوند دی، که د یو جسد پر یو اندام درد شي، ټول جسد ورسره بې خوبه او په تبه اخته وي.

أن النبي ﷺ قال: المسلمون كرجل واحد، إن اشتكى عينُه اشتكى كلُّه، وإن اشتكى رأسُه اشتكى كلُّه قال رسول الله ﷺ: مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم مثل الجسد إذا اشتكى منه عضو تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمى.

اوس نو د امریکایانو د وحشتو په مقابل کې زموږ احساس څه دی، په خپله فیصله کولای شو، چې موږ د اسلامي ورورولۍ پر کومه پوله ولاړ یو، یاد وحشتونه مو دومره دردوي ، لکه دا ظلم چې واقعا زموږ پر خپلو خپلوانو تیر شوی وي، او که بالمقابل د یرغلګرو د وحشت او بربریت لپاره مبررات پیدا کوو، توجهیات ورته لټوو؟

البته یوازي د زړه په خفګان هم کار تمام نه بلل کیږي.

براء بن عازب رضي الله تعالی عنه وايې: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د اوو شیانو حکم وکړ او له اوو نه يې منع کړلو.

براء رضي الله تعالی عنه د هغو شیانو په منځ کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته حکم کړی و؛ یو دا هم یاد کړی، چې د مظلوم مسلمان د نصرت حکم يې راته وکړ.

ښه نو اوس د کنړ او دې ته ورته پېښو کې څه کولای شو، دا مظلوم ملت له دې وحشي دښمن نه موږ څنګه خلاصولای شو؟

موږ او تاسو مسلمانان ډیر څه کولای شو ، الله تعالی فرمايې:

{وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرا} [النساء:75]

(ژباړه : او ( اې مسلمانانو ! ) څه دي، چې تاسو د الله په لار او د هغو بې وسه خلکو ، ښځو او ماشومانو په خاطر جنګ نه کوئ، کوم چې دا دعا کوي، چې: اې زموږ پروردګاره! موږ له دې ظالم کلې وباسې، او زموږ لپاره ستا له طرفه یو کومک کونکی پیدا کړه، او له خپل طرفه زموږ لپاره یو مددګار ودروه).

د دې آیت کریمه مطلب دا دی، چې د ظلم څخه د خلاصون لپاره یوازنۍ لاره د الله په لار کې جهاد کول دی، انفرادي حرکات لکه د شام د خلکو په شان ډیر نقصان کونکي دي، ډیره غوره لاره دا ده، چې د مجاهدینو صف نور هم قوي او مضبوط کړو، جهاد هغه څه دی، چې د کافر دښمن ماغزه ځای ته راولي، او که بالفرض موږ د دې وحشیانو په مقابل کې جهاد ونه کړو، نو لیري نه ده، چې سبا به د کنړ او ګرمسیر کیسې زموږ د هر مسلمان پر سر هم ولاړي وي.

په ابو داود کې روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: کله چې خلک یو ظالم په سترګو ویني، او تر لاس یې نه نیسي، نو زه پر دې بېرېږم چې الله به پر ټولو عذاب نازل کړي.

نو که د کنړ ، پکتیا، زابل روزګان او ګرمسیر په شان واقعاتو ته همداسي لاس تر زنې کښېنو خدای مه کړه، د الله عذاب را باندي نازل نه شي.

په بیعة القبة کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت او کومک شرط ورسره لازم و ګرځاوه او و يې فرمايل : وأسألكم لنفسي ولأصحابي:

أن تُؤْوونا وتنصرونا، وتمنعونا ممَّا منعتم منه أنفسكم.

پای …..

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هوتک
میلمه
هوتک

د هر جابر او ظالم په وړاندې درېدل یوه وجیبه ده له الله نه غواړم چې د دغه شان ظالمانه کړنو په وړاندې راسره مرسته وکړي ترڅو په مقدسه لارکې دوی او د دوی په شان د نورو مظلومان حامی و اوسم

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

اشرف غنی غلام عبدالله غلام وزیر غلام ریس غلام ټول دولت غلام او د امریکا اجیر مزدوران دی دو کله مسلمانان دی چی د مسلمان په مړینه خواشینی شی.
د دوی او وحشی امریکایانو هیڅ توپیر نشته.
او که خدایی وخت راوستلو نو دوی سره به هم داسی محکمه کیږی لکه یو امریکایی سره چی کیږی انشاالله دا بیناموسان به حتمی ددی غلامی حساب ورکړی او یو یو به په دار شی.