نړۍ

بشارالاسد ژمنه کړي چي دسازش کونکو ملا به ماتوي

besharu_l_assad(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۳۰) بشارالاسد په هیواد کي له ښورښتونو څخه وروسته نن دلومړي ځل لپاره  دسوریی پارلمان ته یی وینا وکړه، نوموړي زیاته کړه  دسوریی په وړاندي د هر سازش کونکو ملابه ماته کړي، اسد دپارلمان وغړو ته وویل دسوریی په وړاندي له هیواد څخه بهر کي سازشونه جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه مونږ دسیاسي اصلاحاتو په لور روان یو، خو دهیواد په سیاست کی اصلاحات دبهرني پشار له وجي نه بلکه داهرڅه به په خپله کوو.لیکن هغه چي هیله کیدله اسد به له هیواد بیړني حالت ختم کړي هغه سي ونشول، کله چي بشارالاسد پارلمان ته وینا کوله دسوریی په شمال کي دلتاکیا په ښار کي دحکومت په خلاف مظاهري رواني وي، اودپولیسو له لوري پرمظاهره چیانو باندي ډزی هم شوي وي دخلګو له لوري دسوريی دحکومت په خلاف د لاریونو له پیله څخه بیا تراوسه پوري  په درعا ښارکي ۶۰ کسه مظاهره کونکو دپولیسو له لوري څخه وژل شویدي.
په داسي حال کي چي دپارلمان دغړو له لوري په لوړ اواز سره د ملاتړ ناری راپورته کیدلي بشارلاسد زیاته کړه چي خلګ غولول شویدي او دښارونو لارو اوکوڅو ته راوتلي دي، درعا دسوریی دتولو وګړو زړه ده او دسوریی له دښمن اسرائیلو سره پر اوله لیکه پرته ده.
اسد زیاته کړه اصلاحات اړین دي  او مشران باید دولس وغوښتنو ته جواب ووایی نوموړي زیاته کړه مونږخپله اصلاحات وړاندي کړیدي له بهره راوړي اصلاحات پرمونږ نشي تپل کیدلای، که هیواد کي څوک دبدلون غوښتونکي دي نو رادي شي زمونږ سره دي کښینی اوخپلی غوښتني دي زمونږ سره مخامخ شریکي کړي. نوموړي زیاته کړه بدلون په خاص وخت او موسم پوري تړلی ندي هروخت کیدلاي شي، داسي ګمان کیدي چي اسد به د۵۰ کلنو بیړني حالاتو دختمولو اعلان وکړي،
په داسی وخت کي چي له یوي خوا بشارالاسد داصلاحاتو اوبدلون خبري کوي له بله لوري پولیسو په لاریون کونکو پسي پایڅي راپورته کړیدي، دمظاهره کونکو نیول اوډبول یی پیل کړیدي، دسوریی حکومت درسنیو پرازادی او په هیواد کي وسیاسي ګوندونو ته پرازادي ورکولو باندی غورکوی، څیړونکي وایی یا خو به بشارالاسد  دحکومت په سیسټم کي تغیرات راولي اویا نژدي ده چي سوریه به له ډیرو ناخوالو سره مخکیږي، کچیري اسد غواړي چي سوریه کي رښتني دیموکراسي راولي نو د خلګو غوښتنو ته باید مثبت ځواب ووایی.
څیړونکي وایی دسوریی په مشرتابه کي دسوریی دروانو حالاتو پرسر اختلاف راپورته شویدي، ځیني غواړي چي له مخالفت کونکو سره باید خبري وشي اوځیني نوربیا وایی چي دلاریون کونکو په وړاندی باید له زور اوځواک څخه کارواخیستل شي.
ښاغلي اسد چي ۲۰۰۰میلادي کال کي یی دپلارله مرګه څخه وروسته دهیواد واګي په لاس کي واخیستي، دنوي سیاسي ښورښتونو له وجي له سختو کړاوونه سره مخ دي، سوریه هغه وخت له ناکراریو سره مخ شوه کله چي امنیتي چارواکو دهغو ښونکو په خلاف په برید لاس پوري کړ چاچي ددرعا په ښارکي دحکومت په خلاف پردیوالونو باندي لکني کولي، په درعا کی دښونکو په خلاف دپولیسو له برید څخه وروسته دناارامیو څپي دهیواد ونورو برخو ته هم خوري شوي، تیره دوشنبه دسوریی پارلمان منحل شو، او دپارلمان غړي دښارلارو او بانډو ته راووتل دبشارالاسد په پلوي یی مظاهري وکړی، نوي کابینه چي په هیواد کي دنوي اصلاحاتو واک هم ورته سپارل شويده ګمان کیږي چي راتلونکي اوني کی به ونومول شي.
دبی بی سي خبریاله لینا سنجاب ددمشق له ښاره خبرورکوي، نوموړي زیاته کړه کله چي بشارالاسد دپارلمان انګړته راننوتي ډیر ډاډه ښکاریدي، دپارلمان ټول غړي یی مخي ته ورغلل او دنوموړي تود هرکله یی وکړ، اسد وروسته پارلمان ته وینا وکړه نوموړي په خپله وینا کي کومه نوي خبره ونه کړه، داصلاحاتو خبري یی کولي، خو یو وار یی بیا ټینګاروکړ چي دهیواد په سیاسي سیسټم کي تغیرات راولو لیکن په وخت سره، اسد دخپلی وینا پرمهال بار بار داوریدونکو په وړاندي خندل اوټوکي یی کولي، اوریدونکو شعارونه ورکول، الله، سوریه اوبشارالاسد، خو بشارالاسد بیا په ځواب کي ورته ویل، الله، سوریه اودسوریی خلګ، نوموړي زیاته کړه دسوریی ولس زما په زړه کي ځاي لري.
اسد زیاته کړه دادسوریی خلګ ندي  چي دهیواد حالات خرابوي،  بلکه دبهرنیا نو سازش دي ترڅو دسوریی استحکام او امنیت په خطرکي واچوي، اسد په څرګنده کوم هیواد په ګوته نکړ،خو دومره یی وویل چي دسعودي هیواد په دمشق کي څه ناڅه لاس وهنه کوي.
بخت الرحمن بخت ……………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x