افغانستان

د ولسي جرګې ټاکنې: د څلورو نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون تيره ورځ ناوخته د ولسي جرګې د ټاکنو د څلورو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

تر دې وړاندې په تدريجي توګه د ولسی جرګې د شاوخوا شلو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې وې.

تيره ورځ ناوخته د هلمند، هرات، کندز او کندهار ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پايلي اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له اعلان سره سم له هملند ولايت څخه محمد ظفر صادقي، ميرويس پوپل، حاجي غلام ولي افغان، ميرويس خادم، الحاج کريم اتل، عبدالرشيد عزيزي، نسيمه نيازۍ او حبيبه سادات بريالي اعلان شوي دي.

له کندوز ولايت څخه عبدالروف ابراهيمي، انجنير کمال صافی، شاه خان شيرزاد، انجنير محمدالدين همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فض کريم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي او ډاکټر فاطمه عزيز بريالي اعلان شوي دي.

همدا راز له هرات ولايت څخه حبيب الرحمن پدرام، رضا خوشک وطندوست، عمر نصير مجددي، حاجي محمد صادق قادري، منور شاه بهادري، نثار احمد فيضي غورياني، نقيب الله آروين، غلام فاروق مجروح استاد حميدالله حنيف، حاجي شاه پورپوپل، سيد عظيم کبرزاني، الحاج غلام فاروق نظري، رحيمه جامي، مسعوده کروخی، سيمين بارکزۍ، ناهيده احمدي فريد، استاد شيرين شهابي او له کندهار ولایت څخه سيداحمد خادم، سيد مقتدا ميران، ډاکټر محمود خان نصرت، روح الله خانزاده، ګل احمد کمين، محمد عمر شيرزاد، سید احمد سیلاب، انجينر عارف نورزی، فريبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحق زی او ارزو صافی په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون ويلي دي چې تمه ده د پاتې نورو ولایتونو د ولسی جرګې لومړنۍ پايلې د روانې اوونۍ په پای کې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x