د افغانستان لوبډله په ۲۰۱۸م کال کې څومره لاسته راوړنې لري؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۸م کال له بل هر وخت غوره او ډیرې بریاوې لاسته راوړونکی و، چې یوه ستره لاسته راوړنه یې د ټیسټ کرېکټ عضویت او بیا د هند پر وړاندې تاریخي سیالۍ ترسره کول وو.

په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان لوبډلې د ټیسټ سیالۍ په ګډون ۲۸ سیالۍ ترسره کړې، چې په ۱۹ کې يې بریا خپله کړې او ۸ سیالیو کې يې ماتې خوړلې ده.

له دې څخه یې لومړی ۷ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي چې ۷ واړه سیالیو کې يې بریا خپله کړې ده، همدا ډول یې ۲۰ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې په ۱۲ کې بریا، ۷ کې ماتې او یوه سیالۍ مساوي پای ته رسیدلې، خو په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې يې له هند څخه ماتې خوړلې ده.

په دغه کال کې د افغانستان ځوان چپ لاسي توپوهونکي حضرت الله ځاځي د کریس ګېل او یوراج سینګ سره د چټکې نیمه سلیزې وهلو په لیست کې ځان ځای کړ، له بل اړخه محمد شهزاد هم څلورم لوبغاړی شو چې چټکه نیمه سلیزه وهي.

د افغانستان لوبډلې لپاره د ۲۰۱۸م کال:

د روان کال په فرورۍ میاشت کې افغانستان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره کړ چې په دواړو کې يې بریاوې خپلې کړې، په شل اوریزو سیالیو کې په ۲-۰ او په یو ورځنیو کې په ۴-۱ بریا خپله کړه.

ورپسې په راتلونکې یعنې مارچ میاشت کې افغانستان لوبډلې د کرېکټ نړیوال جام غوراوي سیالیو اتلولي خپله کړه، په دې سیالیو کې افغانستان له سخت حالت څخه تر اتلولۍ ورسېد، په پایلوبه کې یې ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د جون په میاشت کې افغانستان لوبډلې د بنګلدیش پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو سیریز په خپل کوربه توب د هند په دهرادون کې ترسره کړ او بنګلدیش ته یې په ۳-۰ ماتې ورکړه.

همدغه میاشت د افغانستان لوبډلې لپاره یوه تاریخي میاشت هم وه، چې د ټيسټ عضویت ترلاسه کولو نه وروسته یې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې وکړه، بدبختانه دغه سیالۍ هند په ستر توپير وګټله.

په اګست میاشت کې يې د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیایو سیریز ترسره کړ چې په دواړو کې یې بریاوې خپلې کړې، په شل اوریزو کې په ۲-۰ او یو ورځینو کې په ۲-۱ ماتې ورکړې، دغه سیالۍ په ایرلینډ هېواد کې ترسره شوې.

له دې وروسته په ستمبر میاشت کې افغانستان لوبډلې په اسیا جام کې ګډون وکړ، چې بنګلدیش او سرېلنکا ته په ماتې ورکولو دویم پړاو ته ووتل خو هلته یې له بنګلدیش او پاکستان څخه ماتې او هند سره سیالۍ مساوي شوه، افغانستان لوبډلې لومړی سرېلنکا بیا بنګلدیش ته ماتې وکړه، پاکستان سره یې سیالۍ زړه بوږنونکي وه خو ماتې یې وخوړه او د هند سره سیالۍ یې مساوي شوه، په اسیا جام کې افغانستان لوبډلې سترو لوبډلو ته د خطر زنګ وواهه.

په اکتوبر میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ وتوانېد خپل جوړ شوی غوره لیګ ترسره کړي، په دغه لیګ کې شپږ لوبډلو ګډون کړی و، چې هرې لوبډلې یو شمېر خارجي لوبغاړي درلودل، شاهد افریدي، کریس ګېل،انډري رسل او یو شمېر سترو لوبغاړو ګډون درلود، د بلخ لیجنډز لوبډلې د محمد نبي په مشرۍ د افغانستان غوره لیګ اتلولي وګټله.

له دې وروسته تر دې دمه افغانستان لوبډله کومه رسمي سیالۍ نه لري، خو د راتلونکي کال په فروري میاشت کې د ایرلینډ لوبډلې کوربه توب کوي، چې په کې به یو ټیسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

په دغه کال کې په انفرادي ډول د افغانستان لپاره او په ځانګړي ډول په نړیواله کچه راشد خان زیاتې ویکټې اخیستونکی توپ اچونکی دی، نوموړي یوازې په نړیوالو سیالیو کې ۷۲ ویکټې اخیستي دي، چې دا د افغانستان لوبډلې د وړتیا غوره ثبوت دی.

ګوګلي ماسټر راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې تر دې دمه زیاتې ۴۸ ویکټې اخیستونکی دی او په لومړي نمبر دی، ورپسې مجیب ځدراڼ په ۳۷ ویکټو ترلاسه کولو څلورم نمبر دی، خو یاده دې وي چې د دواړو اوسط له ډیرو توپ اچونکو غوره دی.

په زیاتو منډو جوړولو کې د افغانستان لخوا رحمت شاه دی چې ۷۲۲ منډې يې جوړې کړي، په دویم نمبر محمد شهزاد له ۶۰۷ منډو سره او په درېیم نمبر محمد نبي دی له ۴۶۳ منډو سره چې ورپسې نجیب ځدراڼ او حشمت الله شهیدي له ۳۷۳ او ۳۵۳ منډو سره دي.

حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد وتوانېدل د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ لیست کې خپل نومونه ثبت کړي، ځاځي په افغانستان غوره لیګ کې چې په یوه اور کې د ۶ شپږیزو ریکارډ یې هم جوړ کړ، او محمد شهزاد په ټي ټين لیګ کې چټکه نیمه سلیزه ووهله.

همدا لامل دی چې د راتلونکي هند غوره لیګ بولۍ وروستي لیست لپاره د اته افغان لوبغاړو نومونه شارټ لیست شوي، اټکل کیږي چې حضرت الله ځاځی او شفیق الله شفق به د لوبډلو د پام وړ لوبغاړ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د