طالبانو د کونړ پر پېښه د ځينو رسنیو چوپتیا غندلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): دوه ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو د کونړ په شلتن سیمه کې هوايي بریدونو کې تر ۶۵ پورې ملکي وګړي ووژل، چې خورا توند غبرګونونه يې را وپارول.

سره له دې چې د کونړ ځايي چارواکو د پراخو ملکي تلفاتو پخلی کړی، خو د ناټو د غوڅ ملاتړ یوې ویاندې ویلی چې دوی طالبان په نښه کړي.

طالبانو «د ورځې خبره» تر سر لیک لاندې تبصره کې پر دې پېښه د ځینو رسنیو چوپتیا غندلې او خواشيني يې ښوودلې.

که څه هم یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یادې پېښې څېړنه به کوي، خو طالبانو د دې دفتر په ګډون د بشري حقونو بنسټونه او خاموشي رسنۍ ملامتې کړې دي.

تبصره کې راغلي: «هغه رسنۍ چې شپه او روځ د بې طرفۍ نارې وهي، کونړ کې د دې ستر جنایت او پراخې ملکي مرګ ژوبلې په اړه چوپه خوله دي.»

د طالبانو په تبصره کې پر یاده خاموشۍ حیرانتیا ښوودل شوې: «نه پوهیږو چې دوی به خپلې دې مجرمانه چوپتیا ته کومه توجیه لټوي.»

په تبصره کې له ویر ځپلو خلکو سره د خواخوږۍ تر څنګ ډاډ ورکړل شوی چې د دوی سرتېري به يې غچ اخلي.

«اسلامي امارت کونړ کې د ترسره شوي وحشت د قربانیانو او وارثانو سره یې خپل ځان په دې ستر ماتم کې شریک ګڼي، شهیدانو ته دې الله تعالې جنت الفردوس، ټپیانو ته کامله شفاء او وارثانو ته صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي. اسلامي امارت تل د خپل مظلوم ولس انتقام له یرغلګر دښمن او اجیر رژیم څخه اخیستی او د دې ستر بربریت غچ به هم له وحشي دښمن څخه اخلي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

دغه رسنی چی اوس له افغانستانه خپرونی کوی اکثره یی غرب پوری تړلی رسنی دی د دوی له لاسه کله دومره خیر شته دوی خو ټولی مزدوری رسنی څه چی ورته بادار وایی هماغسی کوی .
دا مزدوری او بیشرمه رسنی یوازی دیته پریږده چی فحشا او ډمګری خلکوته نشر کړی نور څه کار نلری دوی د مظلوم او بدبخته ولس غم څه کوی .
الله (ج) دی امریکا او دا بی دینه بیشرمه غلام حکومت هلاک او تباه کړی.