بلخ؛ چهاربلوک کې اتلس دولتي کارکونکي له دندو تللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بلخ په چهار بلوک ولسوالۍ کې یوازې لسو ورځو کې ۱۸ تنو دولتي کارکوونکو خپلې دندې پرېيښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون وايي، دې کسانو د استخباراتو په ګډون په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کولې.

دوی پخپله رسمي ویبپاڼه د دې کسانو له تصویرونو سره یو ځای د هغوی لنډه پېژندنه او دندې هم یادې کړې دي.

د بلخ ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبان وايي چې دې کسانو حقایق درک او د دوی له صف سره یو ځای شول.

«د اسلامي امارت د جلب و جذب کمیسیون د مسؤلینو په هلوځلو او د حقایقو په درکولو سره په تیرو۱۰ورځو کې د بلخ ولایت، چهاربولک ولسوالۍ ۱۸ تنه د غلامي ادارې کارکونکي پولیس، اربکیان او استخباراتي کار کوونکي مجاهدینو ته تسلیم شول.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د