د محابسو رییس: د ۸۰۰ مېرمنو په ګډون نږدې یو دېرش زره تنه زندانیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د محاسبو رییس وايي، په ټول هېواد کې د ۸۰۰ مېرمنو په ګډون ۳۰۹۳۵ تنه زنادنیان دي، چې ۲۸۷ تنه بهرني وګړي هم پکې شته.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې د محاسبو له چارواکو سره په خبرو کې وویل چې د زندانیانو وضعیت يې څېړلی او غور به پرې وکړي.

د زندانونو چارواکي وايي، چې ناسم چاپیریال، د خوراک او روغتیايي خدماتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

عبدالله عبدالله ويلي چې د کورنیو چارو، عامې روغتیا، ماليې او عدليې وزارتونو او بشري حقونو کمیسیون ګډ پلاوی باید د زندانونو وضعیت وڅېړي.

په افغانستان کې له زندانیانو سره ناسم چلند هغه څه دي چې نړۍوال بشري فعالین هم پرې یوه خوله دي، شکنجې، لوږې، اعتبصابونه او ډول ډول ناسم چلندونه يې څو ځلې رسنیز شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د