
د عربي متحده اماراتو د ناستې په اړه خلک څه وايي؟
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، پاکستان او طالبانو استازي نن په عربي متحده اماراتو کې غونډه لري.
طالبانو تېر ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې خبرو اترو پخلی وکړ.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې سبا د دوشنبې په ورځ به په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي او امريکايي استازی زلمی خليلزاد سره وګوري.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، چې دوی به په اسلام اباد کې د داسې ناستې شاهدان وي.
د سولې په برخه کې فعال شفیع اعظم پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «طالب استازي او خليلزاد د عمران خان د ادعا خلاف پاکستان نه عرب اماراتو کې د سولې اړوند ناسته لري. تر ټولو ښه خبر دا چې هلته به د بنديانو پر خلاصون، اوربند او ځينو نورو مهمو مسايلو خبرې وشي.»
هغه په خواله رسنیو کې د ځينو سوله ضدو اړوند لیکلي: «پرون یی ویل د پاکستان بچي د عمران خان په خوښه امریکا او حکومت سره په پاکستان کې د سولې خبرو ته را کش شول.
اوس چې د دوی د مېل او عمران خان ادعا خلاف پاکستان پر ځای ټول لوري عرب اماراتو ته خبرو لپاره ولاړل نو وایي “دا خلک په کومو پاسپورټونو دوبۍ ته ځي”؟
ایماندارو چې سوله راځي بیخي دې د اسرائیل او مریخ په پاسپورت ولاړ او راشي.
فکر کوم د پاسپورټ مسله به دومره جدي نه وي. همدا اوس بنډل وزیران او معینان مو د بهرنیو پاسپورټونو څه د امریکا او یورپ په تابعیتونو لویې دندې تر سره کوي.
حد اقل چې د هلمند، کونړ، فراه، کابل او نور وطن کې د افغانانو قتل عام ودرېږي د هر اقدام هر کلی پکار دی.»
د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، له پاکستان پرته هر ځای د سولې خبرو ته خوشببین دی: « د سولې خبرې له پاکستان پرته په هر ځای کې اغېزمنې او د وطن په خیر دي! بندیان دې خوشي شي، موقته اداره دې رامنځته شي!»
د احمد ضیاء مشفق په نوم یو تن لیکلي: «که اسلام اباد کې دا غونډه شوې وه نو ویل به یې چې ګوره موږ نه درته ویل چې پنجابیان دي، که فرضا واشنګټن کې هم شوي وه نو ویل به یې چې دا ټوله د امریکا لوبه ده طالب مالب نشته، یوه کې یې هم نه پریږدي.»
تر دې وړاندې سیاسي شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي و، چې د سولې هر ډول خبرو کې د قطر رضایت مهم دی.
«زما په باور که له امریکایانو سره طالبان ناسته کوي، هغه کیدای شي د درېم ځل لپاره هم په قطر کې وشي، او یا ممکن د طالبانو او امریکا په خوښه کوم بل هیواد وټاکل شي، خو په پاکستان کې د ناستو احتمال دومره ژر او په ناڅاپې ډول کم بريښې. بیا هم که په هر هیواد کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ناستې کیږي، او یا افغان حکومت استازي هم غونډې ته بلل کیږي، د قطر رضایت به ځکه په کې مناسب وي چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی.»
تر اوسه د دې ناستې د جزییاتو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو اټکل کېږي چې د امریکا او طالبانو په دې مخامخ خبرو کې به د زندانیانو په اړه هم بحث وشي.
دا په داسې حال کې دی چې حکومت هم ظاهراً د سولې په نوم یو مشورتی بورډ اعلان کړی، چې تر اوسه يې د کار کوم څرک نه لګېږي.
زما څخه د سپوږمۍ راډيو په يوه بحث کي په پاکستان کي په دوشنبې چي دا نن سي، د امریکايانو د استازو او طالبانو د خبرو په اړه پوښتنه وسوه، زما د ځواب لنډيز داوو: «طالبانو د سولي د خبرو لپاره د قطر دفتر ټاکلی دی او طالبان چي يوه پلا يوه خبره وکړي بيا تر هغې نه اوړي او زما په نظر د سولي خبري د زلمي خليلزاد او د قطر د دفتر د غړو سره سمي او پايله ورکوونکي دي او که پاکستان دغه خبري په پاکستان کي تر سره کوي ښايي د اصلي او د اکثريت طالبانو… نور لوستل »
ښه وشوه چې د پاکستان پرځای متحده عربی امارات ددې ناستې لپاره و ټاکل شو زما به آند په هر ملک کې د افغان سولې لپاره خبرې اترې ترسره کیږي ورنه ستاینه کوم الله دې نور په هیواد کې ريښتونې سوله راولې.
همت صاحب زه ستاسی د تبصری سره سل په سلو کی موافق یم ، هو، طالبان ساده مګر هم د مخلوق او هم د خالق لایزال سره رشتونی دی د همدی امله که د اوس زمانی د مسلکی منافقینو سره سیالی نه شی کولای او یا نه غواړی چه سیالی وکړی ( هغوی دروغ نه وایی ) او دغه منافقانه سیالیو کی دروغ ویل سیاسی مهارت دی . طالبانو د صدر اسلام تاریخ یو ځل بیا راژوندی کړو. سره د د ی چه خبرو کی ساده مګر کړنو کی تر کوه قاف هم پاخه او استوار دی، دا چه د… نور لوستل »
یاره زه خو پدی خوشحاله شوم چی دا غونډه د پاکستان پر ځای په دوبی کی وشوه. پاسپورت خبره دومره مهمه نده. مهمه داده چی یوی عاجلی د سولی طرحی ته سره ټول ورسیږی او زر تر زره یو اوربند اعلان شی، بندیان آزاد شی او هر خواته د انډیوالی او ورور ګلوی چیغی چګی شی. په والله زړه می وچاوده نور مړ کیږمه ګرچه آرامه په یوه غربی کفری ملک کی ژوند کوم خو په والله چی سوله راشی زه به سباته کډه باروم او راسآ به کلی ته ځم د مور زیارت به کوم او پر قبر به… نور لوستل »
مجاهد صاحب! زموږ مظلوم وولس اوس دومره حوصله نلری چه ستا پر پورتنۍ غوندی ادعاوو باندی وخاندی بلکه یوازنۍ هیله د سولی رامنځته کېده او د بېځایه وینی تویونی او ګېډی ساده مړېده دی.
زه !!!په مغرب زمین کی ناست او
جوړ
موړ
سوړ
یم او هغه سوله غواړم چه زه!! ورته عقیده لرم، نه بابا
هغه سوله چه د وولس وینه او اوښکه او خَولَه په وچه سی تر هر څه مقدمه او محترمه ده.